د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ایران اټومي تړون پر سیالۍ ولاړ دی'


د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي ، له نړیوالو سره ایټمي تړون د برابرۍ پر بنیاد شوی دی.

جواد ظریف دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د ایران پارلماني غړو ته په وینا کې کړې دي.

د نړۍ له شپږو ځواکمنو هیوادونو سره د خبرو اترو پر مهال د ایراني پلاوي مشري کوونکي جواد ظریف د بنسټ پالو اکثریت لرونکي پارلمان ته وویل ، موږ دا نه وایو چې دا تړون یوازې د ایران په ګټه دی بلکې خبرې اتر تل د څه اخیستلو او څه ورکلو پر اساس کېږي.

د پارلمان غړو داسې یو پنځلس کسیزه کمېټۍ ټاکلو لپاره رایې اچولې دي چې د دې تړون د متن جاج واخلي. خو د کمېټۍ غړي تر اوسه نه دي ټاکل شوي.

په ایران کې د ریاستي چارو په اړه د ورستۍ پرېکړې واک لرونکي لوی مشر ایات الله علي خامنايي ویلي ، د دې به په کره توګه جاج اخیستل کېږي چې ایا د ایران ملي ګټې په پام کې نیول شوې دي او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG