د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چین او پاکستان د افغان سولې تړون ضامنان'


پاکستان او چين د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې د سولې د هرډول ښوني تړون ضمانت ورکولو ته چمتووالى ښودلى.

د پاکستان يوه جګپوړي دولتي چارواکي د چهارشنبې ورځ د دې هېواد انګرېزي ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون ته د نوم نه اخيستو په شرط ويلي چې اسلام اباد او بيجينګ چمتو دي چې د دواړو افغان خواوو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې د دوى د موافقې د اجرا کېدو ضمانت ورکړي.

دغه پاکستاني چارواکي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د روانې مياشت په ٧نېټۀ د پاکستان پايتخت ته نزدې په مري کې د پاکستان، امريکا او چين د استازيو په شتون کې د افغان دولت او افغان طالبانو استازيو د لومړي ځل لپاره مخامخ سره وليدل.

په دغه ليدنه کې دواړه لوري پردې سلا شول چې د سولې د خبره اترې به جاري ساتي او په نزدې راتلونکې کې به يوځل بيا سره ګوري.

د پاکستان دغه جګپوړي چارواکي ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي:

((پاکستان د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د خبرو زمينه برابروي، خو که چېرې دا خبرې پرمختګ وکړي او ټولې خواوې موافق ته ورسېږي، نو بيا به پاکستان په دې کې هېڅ ستونزه ونه لري چې د سولې د خبرو د زمينه برابرونکي ورهاخوا رول هم ولوبوي.

موږ ان لېواله یوو چې د سولې د هر راز موافقې تضیمن وکړو.))

دغه پاکستاني چارواکي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د افغانستان د سولې عالي شورا له طالبانو سره د مري د مذاکراتو د لړۍ په دوام د راتلونکي ليدنو کتنو لپاره د چمتووالي خبر ورکړى.

په مري کې د افغان دولت او طالبانو د استازيو ترمنځ په مخامخ ليدنو کې ټاکل شوې وه چې له کوچني اختره وروسته به دواړه خواووې يو ځل بيا سره وويني، خو تر دې دمه لا د خبرو نېټه او ځاى نه دی اعلان شوی.

داسې ويل کېږي چې د افغان دولت او طالبانو استازي به د خبرو په رتلونکي کې پړاو کې په افغانستان کې د اوربند پرموضوع بحث وکړي او يوې نتيجې ته به د رسېدو هڅه وکړي.

په عين حال کې د امريکا متحده ايالاتو د افغان دولت او طالبانو د استازيو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د زمينې برابرولو او کوربه توب له امله پاکستان ستايلى او د دې خبرو د جاري ساتلو هيله يې څرګنده کړې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، يوه جګپوړي امريکايي چارواکي ټوني بلنکن په بهرنيو چارو کې د پاکستان وزیر اعظم له سلاکارطارق فاطمي سره په ليدنه کې همدا رازله افغانستان او هند سره د دې هېواد اړيکو پراخولو هرکلى کړى او دا يې د سيمې د امن لپاره مهم ګام بللى دى.

داسې په حال کې ده چې تردې مخکې هم يو شمېر هېوادونو په مري کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو هرکلى کړى و او د دې لړۍ د جاري ساتلو هيله يې څرګنده کړې وه.

د يادونې وړده چې د افغان طالبانو مشرملاعمرهم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذکراتو دفاع کړې وه او په اختريز پېغام کې يې د سولې او ثبات لپاره مذاکرات ضروري بللي ول.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG