د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وسله وال د پاکستان په ښارونو کې پټ دي او بریدونه کوي'


د پاکستان پوځ پخوانی ویاند اطهر عباس وايي، د پخوا پرتله اوس د ولسي او پوځي ادارو تر منځ همغږي زیاته شوې ده چې له کبله یې حکومت او قانون پلي کوونکې ادارې په ښارونو کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې تر ډېره حده بریالۍ مالومېږي.

څو ورځې مخکې وسله والود خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پولیسو یو مشر وواژه او تر هغې وروسته یې په ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې حمله وکړه. له یوې مودې راهیسې په سوات او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د هدفي وژنو سلسله په داسې حال کې روانه ده چې له څه باندې یو کال راهیسې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي او دعوه کوي چې د وسله والو شبکې او جوړښت ته یې زیان رسولی دی.

نو په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو هدفي بریدونه د څه ښکارندويي کوي؟ ایا وسله والو خپل ټاکټیکونه یا طریقې بدلې کړې دي او که څنګه؟ په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر پخوانی ویاند او پخوانی مېجر جنرال اطهر عباس وايي، وسله والو د لویو بریدونو پر ځای د هدفي حملو لړۍ هم د ضرب عضب عملیاتو په نتیجه کې پیل کړې:

«[وسله والو] چې خپل ټاکټیکونه بدل کړي د هغې هم له ضرب عضب سره مستقیمه اړیکه ده. د همدې عملیاتو له کبله [پوځ] له وسله والو سیمه خالي کړې، د هغوی شبکه او د [قومندې یا کمانډ] مرکز یې مات کړی دی. د هغې له کبله وسله وال خپاره شوي او په وړو، وړو ډلو وېشل شوي دي»

خبریال او شنونکی اقبال خټک له اطهر عباس سره همنظره دی خو وايي، اوس وسله وال زیاتره په ښارونو کې پټ دي او خپل فعالیتونه کوي:

«اوس هغوی زیاتره اول سړی په ګوته کوي او بیا یې له منځه وړي. اوس هغوی زیاتره ښارونو ته راغلي دي او په ښارونو کې عملیات کوي. [وسله وال] لا په پوره طور ختم کړل شوي نه دي بلکې هغوی [پټ] شوي دي او په کوم ځای کې چې ورته موقع [په لاس ورځي هلته] ګوزار کوي»

که وسله وال په ښارونو کې پټ وي نو بیا ایا د هغوی پر ضد عملیات مشکلېږي نه؟ خټک زیاتوي، په ښارونو کې د وسله والو پر ضد اپرېشن کول هم ګران کار دی او هم اسانه:

«په ښارونو کې د حکومتي نظام جرړې مضبوطې وي. که [حکومت] خپل نظام عملي کړي نو هلته دوی [وسله وال] مالومولای شي. لېکن دا هم ریښتیا ده چې که په ښار کې [وسله وال] عملیات شروع کړي نو بیا د ښارونو په کچ پوځي عملیات ګران وي، دا نه چې دا څه اسانه خبره ده»

خو د پاکستان پوځ پخوانی ویاند اطهر عباس هیله من ښکاري او زیاتوي چې د پخوا پرتله اوس د ملکي «سېویلیین» او پوځي ادارو تر منځ همغږي زیاته شوې ده چې د دې له کبله حکومت او قانون پلي کوونکې ادارې په ښارونو کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې تر ډېره حده بریالۍ مالومېږي.

XS
SM
MD
LG