د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که بلوڅ بېلتونپالي ازادي غواړي نو زه یې نشم ورکولی'


د بلوچستان وزیر اعلا ډاکټر مالک بلوڅ
د بلوچستان وزیر اعلا ډاکټر مالک بلوڅ

ډاکټر مالک بلوڅ: که هغوی آزادي غواړي نو زه خو آزادي نشم ورکولای او نه هم آزادي د ورکولو يو څیز دی. زما په فکرچې بايد د پاکستان آيين »اساسي قانون« په چوکاټ کې دننه په جمهوري طريقه د بلوڅانو پېژندګلو، حيثيت، ساحل اووسايل د تر لاسه کولو مبارزه وشي.

د بلوچستان وزيراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ويلي چې لا تراوسه يې له بلوڅ بيلتونپالو مشرانو سره رابطه نه ده شوې. نوموړي زياته کړې چې که بلوڅ بيلتونپالي د بلوچستان آزادي غواړي نو دی یې نشي ورکولی. نوموړي دا څرګندونې پر یوه داسې مهال کړې چې د صوبې یو حکومتي پلاوی لهلندن مېشتي يو بلوڅ مشر خان قلات مير سليمان داود سره ليدلي دي چې خپله جلاوطني ختمه کړي. نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې جلاوطنه دی او غواړي چې د بلوڅانو پخوانی رياست قلات بحال کړي. عبدالحي کاکړ له ډاکټر عبدالماک بلوڅ سره ځانګړې مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي، داسې رپورټونه دي چې مير سليمان داود ستاسو مذاکراتي پلاوي ته بلوچستان ته د بيرته راتګ انکار کړی دی. آیا همداسې ده؟

ډاکټر مالک بلوڅ: په ډله کې زموږ ذمه واره خلک وو چې پکې نواب محمد خان شاهواني، سردار کمال خان بنګلزی، مير خالد لانګو، مير کبير محمد شهي شامل ول، دوی ما ته وويل، چې خان قلات د بلوڅانو له دود سره سم زموږ عزت وکړ، دوه درې ساعته مو ورسره ډېرې ښکاره خبرې وکړې. موږ ده ته د بلوچستان سياسي او قبايلي حالاتو په اړه مالومات ورکړل. نو خان صاحب موږ ته وويل، کومې جرګې چې ما ته له بلوچستانه د جلاوطنۍ ويلي ول که ما بیرته وغواړي نو بيا ولاړشم، نو د ده له دې خبري موږ دا مانا اخلو چې ده انکار نه دی کړی.

آيا تاسو به اوس جرګه راغواړی چې هغه خان قلات ته خواست وکړي چې جلاوطني ختمه کړي او بلوچستان ته ستون شي؟

ډاکټر مالک بلوڅ: موږ به جرګه هم راغواړو، دا عمل به نور هم پراخوو او چې له موږه څه کېدلای شي کوو به يې.

پوښتنه: په بلوچستان کې اصل جګړه ډاکټر الله نذر بلوڅ، حېر بيار مري او براهمداغ بګټی کوي نو تاسو پر ځای د دې چې له هغوی سره خبرې وکړئ تاسو له خان قلات سره خبرو ته مخه کړې ده؟

ډاکټر مالک بلوڅ: زموږ خواهش دی چې له ټولو سره خبري وشي. موږ د بلوچستان يو، نو پوهيږو چې د کوم کوم ګوند او کوم کوم شخصيت څه حيثيت دی. تاسو چې د کومو بلوڅانو نومونه واخیستل دا ټول زما لپاره د احترام وړ دي. تر څو چې دغه کسان په اعتماد کې نه وي اخیستل شوي دا روانه سلسله به و نه دري او زموږ کوشش دی چې دوی په اعتماد کې واخلو.

پوښتنه: آيا ستاسو له مهم بلوڅ قومندان ډاکټر الله نذر سره تر پړدې شاته څه خبري شوې دي او که یه؟

ډاکټر مالک بلوڅ: نه، تر اوسه دا نشو ويلی چې زموږ په دوی کې له يوه سره هم خبرې اترې شوې دي. خو موږ کوشش کوو چې د دې مسلې يو څه حل را و وځي.

پوښتنه: ياني موږ دا ويلی شو چې ستاسو حکومت تر نن ورځې پورې له براهداغ بګټي، ډاکټر الله نذر او حېربيار مري سره هېڅ رابطه نه ده کړې؟

ډاکټر مالک بلوڅ:نه نه ، تر اوسه نه ده شوې، خو زموږ خواهش دی چې له دوی سره ژر تر ژره رابطه وکړو.

پوښتنه: خو ستونزه څه ده، تاسو ورسره خبري نه کول غواړی يا هغوی له خبرو انکار کوي؟

ډاکټر مالک بلوڅ: زه خبري ورسره کول غواړم خو هغوی له خبرو ډډه کوي. خو زه کوښښ کوم چې د مشترکه دوستانو په مرسته هغوی ته باور ورکړم چې په بلوچستان کې خبري اتري ضروري دي.

پوښتنه: خو دغه بلوڅ مشران پر تاسو باور نه کوي او وايي چې تاسو اختيار نه لری؟

ډاکټر مالک بلوڅ: په دې کې هيڅ شک نشته چې دا چاري له صوبو سره نه بلکه له مرکزي حکومت او پوځ سره تعلق لري. زه دوی ته يوازي دومري وايم چې په اسلام آباد کې شوي ټول ګونديزه کانفرنس ما ته واک راکړی وو. په دې کانفرنس کې د پاکستان ټول سياسي ګوندونه او پوځي مشران موجود وو. اوس دوی ما ته واک و اختيار راکړی دی نو اوس که زه دا ووايم چې زه واک نلرم نو دا خو زه ځان ته دهوکه ورکوم. زه دوی ته وايم چې ماته دوی اختيار راکړی دی او هغوي لا هم له ما دا واک بيرته نه دی اخستۍ.

پوښتنه : آيا د بلوڅ جنګيالو مشران برهمداغ بګټی، حير بيار مری او ډاکټر الله نذرپر تاسو د اعتماد نه کولو پيغام درلېږي او که دا مسله حل شي نو بيا خبرو ته تيار دي؟

ډاکټر مالک بلوڅ: ډېرې خبرې داسې دي چې دا وخت يې په ډاګه کولی نشم خو البته زما کوشش روان دی.

پوښتنه: نو ډاکټر مالک صيب ، د خبرو اترو لپاره د اعتماد فضا رامنځ ته کولو په خاطر تاسو له خپل طرفه کوم اقدامات اخیستئ شی؟

ډاکټر مالک بلوڅ: اوله خبره دا ده چې زموږ خو يو ځل له دوی سره خبرې وشي. بيا به درک ولګېږي چې دوی څه غواړي او موږ څه ورکولای شو.

پوښتنه:زما په فکر د هغوی دريځ په ډاګه دی خو زه غواړم چې تاسو څه کولای شی؟

ډاکټر مالک بلوڅ: که هغوی آزادي غواړي نو زه خو آزادي نشم ورکولای او نه هم آزادي د ورکولو يو څیز دی. زما په فکرچې بايد د پاکستان آيين »اساسي قانون« په چوکاټ کې دننه په جمهوري طريقه د بلوڅانو پېژندګلو، حيثيت، ساحل اووسايل د تر لاسه کولو مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG