د لاسرسي ځای

تازه خبر

خان قلات: ”لومړی د بلوڅانو وژنه ودروئ بیا به ستنېږم“


خان قلات میر سلمان داود
خان قلات میر سلمان داود

د خان قلات شرطونه: د بلوچستان امن ښه کول، تریتم بلوڅان راموندل، د بلوڅ ځوانانو وژنه درول، په صوبه کې روان پوځي عمليات ودرول.

په لندن کې مېشت له خان قلات ميرسليمان داود سره د بلوچستان حکومت له خوا لېږل شوي پلاوي د هغه په کور کې ملاقات کړی، چې پکې د بلوچستان پر حالاتو او د نوموړي په ستنېدو خبري شوې دي.

د خان قلات له خوا رسنيو ته په ورکړل شوي بیان کې ویل شوي، ده له حکومتي پلاوي سره چې په کې صوبايي وزیران نواب محمدخان شاهواني، ميرخالد لانګو او يو شمېر نور قبايلي مشران او سیاستوال هم پکې ول.

خو د نوموړي له خوا دې پلاوي ته ویل شوي، چې لومړی دې په صوبه کې د امنيت وضع ښه کړل شي، تریتم بلوڅان دې بېرته راپيدا کړل شي، د بلوڅو ځوانانو وژنه دې بنده کړل شي او په صوبه کې روان پوځي عمليات دي ودرول شي، چې تر هغه وروسته به دی په دې سوچ کوي، چې خپل وطن ته ستون شي.

د خان قلات میر سليمان داود له خوا رسنيو ته په دې لېږل شوي بیان کې ویل شوي، ده ته د حکومتي پلاوي له خوا په صوبه کې د سیاسي مشرتابه د تشې په هکله وویل شول، چې له وجې يې دلته د مېشتو قبیلو تر منځ د شخړې ویره ليدل کېږي. او هم ځکه له ده څخه په دې ملاقات کې خواست شوی، چې دی دې خپله جلاوطني ختمه کړي او خپل وطن ته دې ستون شي. چې له قبایلي لارې د صوبې د امنيتي وضعې په ښه کېدو کې خپل کردار ولوبوي. خو د دې بیان له مخې خان قلات میرسليمان داود له دې پلاوي پوښتنه وکړه، چې دوی څومره واک او اختیار لري، چې له ده سره خبرو ته راغلي دي؟

د دې په ځواب کې حکومتي پلاوي ورته د پوره واک او اختیار باور ورکړی، چې تر هغه وروسته خان قلات د دې پلاوی په مخ کې ځينې شرطونه ايښي، چې د خان قلات په خبره که دا عملي شي، نو کېدلای شي وطن ته ستون شي.

د خان قلات له خوا رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې ياد درې شرطونه د ورکو بلوڅو بېرته راپيدا کېدل، د بلوڅو ځوانانو د وژنې لړۍ بندول او په دغه صوبه کې د پوځي عملياتو درېدل شامله دي. چې د دې پلاوي له خوا ورسره منل شوي دي.

د بلوچستان حکومت له خوا له خان قلات سره همدا ليدنه د دې لپاره شوې، چې نوموړی بېرته بلوچستان ته راشي او د صوبې د امنيت په ښه کېدو په خاصه توګه د بېلتونغوښتونکو وسله والو بلوڅو په وسله ايښودلو کې مهم رول ولوبوي. دا پوښتنه مو په کوټه کې مېشت له مشر خبریال سليم شاهد څخه وکړه، چې آيا خان قلات په همدې لړ کې کوم رول لوبولای شي که یه؟ سليم شاهد يې په ځواب کې وویل:

؛ خان اف قلات مير سليمان داود د بلوڅانو خان دی. هغه عزت لري او ډېر خلک هغه ته په ښه سترګه ګوري. خو دا چې دی به د وسله والو په راضي کولو کې څومره کامیابه شي، دا تر وخت مخکې خبره ده. چې نوموړی به په دې یو کردار ترسره کړي که یه؟

بايد وویل شي، چې له خان قلات سره د ملاقات لپاره د بلوچستان حکومت په خوښه يو پلاوی چې پکې صوبايي وزیران او قبايلي مشران شامله ول، تېره اونۍ له کوټې لندنته رهي شول.

دا په تېر اته کاله کې لومړی ځل دی، چې له خان قلات میرسليمان داود سره یو حکومتي پلاوی ملاقات کوي. خان قلات مير سليمان داود چې په ۲۰۰۶ عیسوي کال د نواب اکبرخان بګټي تر وژنې وروسته يې بلوچستان پرې ایښی دی، له هم هغه راهیسې په لندن کې مېشت دی.

XS
SM
MD
LG