د لاسرسي ځای

لوګر: د بهرنیو ځواکونو بمبار اووه افغان سربازان وژلي


افغانستان: د لوګر بره کي برک ولسوالۍ په چلتن دره کې د ملي اردو پر پوستې د برید ژوبل سربازان په روغتون کې. ۲۰جولای ۲۰۱۵

افغانستان: د لوګر بره کي برک ولسوالۍ په چلتن دره کې د ملي اردو پر پوستې د برید ژوبل سربازان په روغتون کې. ۲۰جولای ۲۰۱۵

د حامد کرزي په مشري د پخواني افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت د بهرنیو ځواکونو ترمنځ تر ټولو جنجالي او ستونزمنه مساله د بهرنیو ځواکونو خپلسرې هوايي حملې وې.

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د افغان ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په چلتن دره کې د ملي اردو پر پوستې د هوایي حملې د مرګژوبلې په اړه ضد او نقیض ارقام ورکول کیږي.

په لوګر کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د څلورمې لوا قومندان جنرال عبدالرازق وایي، تراوسه د دې حملې انګیزه نه ده معلومه؛ خو وایي چې دوی په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په اړه هېڅ خبر نه وو:

«امریکایانو سره موږ ښه کوردينات درلودل او نیکې اړیکې لرو؛ هیڅ نه پوهیږو چې د دې پېښې عوامل څه دي او امریکایانو دا بمبار د څه لپاره کړی؛ په څه یې کړی؟ ولې یې کړی؟ چا ورته ویلي هېڅ په دې خبره نه پوهیږو»

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د وسله والو هېڅ ډول تحرکات نه تر سترګو کېدل؛ په پوستو ملي بیرغ ولاړ او پوځي وسایل هم موجود وو؛ خو د بهرنیو ځواکونو هیلکوپټرو په خپل سر له دوه ساعته ګزمې وروسته له هر ډول همغږي پرته هوايي حمله کړې ده.

ورته پېښې له دې وړاندې هم په لوګر او یوشمېر نورو ولایتونو کې شوي چې بهرني ځواکونه یې یوه تېروتنه بولي.

د لوګر د تازه پیښې په اړه تراوسه بهرنیو ځواکونو تبصره نه ده کړې.

په همدې حال کې د لوګر د ولایتي شورا رییس وايي چې سیمې ته د کره پلټنې لپاره یو ګډ حکومتي پلاوی استول شوی.

حسیب الله ستانکزي په پېښه غمرازي وښودله او ازادي راډيو ته یې وویل؛ دا ډول پېښې کولی شي چې د ملي اردو د سرتېرو په روحیه ناوړه اغیز وکړي:

«د نړېوالو ځواکونو له خوا چې کوم کار شوی؛ طبعیي ده چې خپل تاثیرات لري؛ خو هڅه به وکړو چې د دې پېښې عوامل پیدا کړو؛ امکان لري چې هغوی ته غلط کوردینات ورکړل شوي؛ په دې ډول پېښو سره کولای شي چې د ملي اردو سرتیري مایوسه کړي»

د حامد کرزي په مشري د پخواني افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت د بهرنیو ځواکونو ترمنځ تر ټولو جنجالي او ستونزمنه مساله د بهرنیو ځواکونو خپلسرې هوايي حملې وې.

د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې له افغان سرتېرو سربېره ملکیان هم وژل شوي چې وروسته د حامد کرزي په سپارښتنه بندې شوې؛ خو د راپورونو له مخې دا حملې یو ځل بیا پيل شوې دي.

د نظامي چارو افغان کارپوهان حکومت او بهرنیو ځواکونو ته سپارښتنه کوي؛ هڅه دې وکړي چې ګډ ځواکونه په پوره همغږي خپل علمیات پرمخ یوسي؛ څو له سرتېرو سربېره ملیکانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

XS
SM
MD
LG