د لاسرسي ځای

د ږوب تکۍ کلي پر سېلیه ځي د سېلاوو ننداره


د اختر پر دویمه ورځ د جولای په ۱۹مه نېټه د جنوبي پښتونخوا له ږوب ښارګوټي د لمر خاته پر لوري ۱۴ کلومیټره لیرې د پشکال »وسې» له بارانونو د کلي تکۍ پر سېلیه ځي، د ماڼې خوا، څپرکډۍ، او د مېنې خوړونو کې سېلاوونه راغلي چې د ښار او خوا و شا سیمو ګڼ ځوانان یې د سېلیه ځي پر اوبه خور «ویېر» نندارې ته ورتلي ول. د ږوب اوسېدونکي وايي، که د سېليه ځي پر لوی خوړ ځای پر ځای واړه واړه ډېمونه جوړ شي دا به د سیمې کرهڼې ته لویه وده ورکړي. مشال راډيو ته دا ویډيو انجینیېر رزاق خان له ږوبه رااستولې ده.

XS
SM
MD
LG