د لاسرسي ځای

ننګرهار: سېلاونو لسګونه کورونه زیانمن کړي


د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې سېلاوونو لسګونه کورونه زیانمن کړي او د بېلا بېلو سیمو تر منځ یې سړکونه وړي دي.

د کامې ولسوالۍ د زاخېلو سیمې اوسېدونکي وايي، له کونړ سینده راوتلو سېلاونو د اختر په لومړۍ ورځ شاوخوا اتیا کورنیو او د هغو سلګونه جریبه ځمکو ته زیان واړاوه.

عیني شاهدان وايي، د سېلاو له راوتو مخکې له خپلو کورونه وتلي و، او ځکه د سر زیان نشته خو د دوی په وینا نورې ډیرې کورنۍ د سېلاوونو له ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG