د لاسرسي ځای

'ترهګري او سختدریځي د سیمې او نړۍ لپاره یو ستر خطر دی'


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي ترهه ګري او سختدریځي د سیمې او نړۍ لپاره یو ستر خطر بللی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې جنرال ډیمپسي او ولسمشر غني پرون «یکشنبه» په ارګ کې سره وکتل او د ترهه ګرۍ ضد ګډې مبارزې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست په بیان کې همداراز یادونه شوې چې ولسمشر غني او جنرال ډیمپسي د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي همکاریو او له افغانستان سره په امنیتي برخه کې د امریکا د مرستو په اړه هم خبرې وکړې، خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان لوی متحد هېواد- امریکا ډاډ ورکوي چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې به د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG