د لاسرسي ځای

په کوټه کې ځانمرګي برید دوه تنه وژلي دي


د یو چاودنې پخوانی عکس

د یو چاودنې پخوانی عکس

د بلوچستان د کوټې په ښار کې یو ځانمرګی برید شوی دی چې په نتیجه کې یې د ځانمرګي په ګډون دوه تنه وژلي شوي دي خو نور چاته پکې څه زیان نه دی رسېدلی.

کوټه: د بلوچستان د کوټې په ښار کې یو ځانمرګی برید شوی دی چې په نتیجه کې یې د ځانمرګي په ګډون دوه تنه وژلي شوي دي خو نور چاته پکې څه زیان نه دی رسېدلی.

دا پېښه د شنبې په شپه ناوخته په کوټه کې د هزارګانو له سيمي سره نژدې شوې ده.

د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو سیکریټري اکبر حسين درانی وايي ځانمرګي د مېرمنې جامې اغوستې وې خو یو څوکیدار ورباندې شکي شوی وو او تر لاس یې نیولی وو او په دې حال کې هغه چاودنه کړې ده.

د اکبر حسېن دراني له مشال راډ‌یو سره په مرکه کې وویل چې ځانمرګي کوم ځانکړی هدف درلود خوتر هغه په رسېدلو کې ناکامه شو.

د ده په وینا ، دا ځکه چې د دوی د امنیتي ګامونو له کبله د ایف سي ځواک سرتېري او پولیس په دې سیمه کې پر امنیت ساتلو ګمارل شوي او ولاړ وو.

اکبر حسين دراني زياته کړه چې د پيښی پړه لا هم هيچا نه ده منلې.

په بلوچستان کې پر هزارګانو پرله پسي برېدونو کيږي چې زياتره وخت يې ناقانونه ګرزول شوی وسله وال تنظيم لشکر جهنګوي پړه مني.

د هزاره ګانو سیاسي او مذهبي مشران پر صوبايي او مرکزي حکومت او امنیتي او جاسوسي ادارو تور لګوي چې پر هزاره ګانو د کېدونکو بریدونو مسله جدي نه اخلي.

دوی وايي ، حکومت ته په کار ده چې د وسله والو ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي او د هزاره ګانو د ژوند او مال ساتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG