د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م امنیت شورا د ایران اټومي تړون پر پرېکړه لیک رایې اچوي


ډېپلوماټان وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د ګل پر ورځ د ایران اټومي تړون قرارداد په اړه رای اچونه کوي.

ټاکل شوې چې رایه اچونه د نیویارک د ګهیځ پر نهه بجو وشي. د پرېکړه لیک په مسوده کې د ایران پر اټومي پروګرام محدودیتونه لګول شوي خو پکې هغه هېواد ته د وسلو او بیلېسټېک توغندیو د ټېکنالوژۍ پر انتقال بندیز برقراره ساتل شوی دی. کله چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره دا تصدیق وکړي چې ایران اټومي محدودیتونه عملي کړي دي نو د ایران په اړه د ملګرو ملتونو اووه پخواني قراردادونه به لغوه یا ختم کړل شي.

د قرارداد مسودې متن وايي ایران ته د بیلېسټېک توغندیو د ټېکنالوژۍ پر انتقال به د ملګرو ملتونو بندیز تر اتو کلونو، هغه هېواد ته د وسلو پر انتقال بندیز به تر پینځو او د اټومي ټېکنالوژۍ په اړه محدودیتونه به تر یوې لسیزې عملي وي.

د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو، امریکا بریتانیا چین، جرمني، فرانسې او روسیې د سېشنبې «نهې ورځ» له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG