د لاسرسي ځای

چین د قبایلي سیمو له بې کوره کړل شوو کډوالو سره مرسته کوي


د چين حکومت به له قبايلي سيمو بې کوره کړل شوو کسانو د بياودانۍ او د دغو سيمو سماجي ترقي لپاره د لسو میلينو ډالرو مرستي ورکوي.

د پاکستان سرکاري راډيو د چارشنبې پر ورځ په خپله ويبپاڼه خبر ورکړي چې په دې لړ کې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د چين سفير او د مرکزي حکومت د اقتصادي چارو وزارت سکتير تړون لاسليک کړي دي.

دا تړون د چين له ولسمشر د هغه ژمنو تسلسل دي، چې د تير اپريل په مياشت کې يې کړي وو.

د دې پروګرام لاندي به د چين په مرسته په قبايلي سيمو کې يو شمير پروژي شورو کيږي، د دي ترڅنګ چين د قبايلي سيمو پرمختيا کې هم دلچسپي ښودلي ده.

XS
SM
MD
LG