د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۲۲ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۲ وسله والو د وژلو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې چهارشنبې ناوخته خپره شوه، دا عملیات په تخار، کندوز، فاریاب، سرپل، بلخ، کندهار، زابل، رزګان، میدان وردک، پکتیا، هرات او نیمروز کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوې دي چې په دغو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نهه وسله وال ټپیان شوي او درې یې نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسله هم له وسله والو ترلاسه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG