د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ سعودي عربستان دې د یمن جګړه پای ته ورسوي”


د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا غوښتي چې په یمن کې جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر باراک اوباما د سېشنبې پر ورځ له هغه څو ساعته وروسته سلمان بن عبد العزیز ته تیلیفون وکړ چې د ریاض په ملاتړ یمني ځواکونو د عدن ښار هوايې ډګر بیرته ونیو.

په دې ساحلي ښار کې پر دې سربېره جګړه زیاته شوې چې تېره اونۍ په میلیونو مجبورو کسانو ته د خوراک په ګډ‌ون د بشري مرستو رسد لپاره اوربند اعلان شوی وو.

سپینه ماڼۍ وايې ولسمشر اوباما په دې تیلیفوني تماس کې ټینګار وکړ چې د یمن ټولو خلکو ته باید بشري مرستې ورسیږي.

د عدن ښار هوايي ډګر له مارچ میاشتې راهسې د حوثي یاغیانو په واک کې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG