د لاسرسي ځای

له ایران سره د اټومي تړون مسوده م.م ته وړاندې کېږي


امریکا به نن(چارشنبه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د داسې قرارداد مسوده وړاندې کړي چې له ایران سره به د اتومي تړون تفصیلات پکې ورکړل شوي وي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې به د امریکا سفیره سمنتا پاور د شورا غړو ته د دې تړون غټ ټکي روښانه کړي.

سمنتا پاور ویلي چې دا قرارداد به د هغو محدودیتونو په ګډ‌ون د امنیتي شورا د بندیزونو د چوکاټ ځای ونیسي چې په ویانا کې هوکړه پرې شوې وه.

دې قرارداد ته له وړاندې لا د ویټو واک لرونکو هیوادونو ملاتړ ترلاسه دی. په دې هیوادونو کې برتانیا ، جرمني ، فرانس ، چین روس او امریکا په خپله شامل دي.

XS
SM
MD
LG