د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ایران اټومي تړون د پاکستان لپاره هم ډېرې لارې پرانستې”


سرتاج عزیز وايي ، د ایران اټومي تړون د پاکستان لپاره هم ډېرې لارې پرانستې دي.

دا څرګندونې په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز د سېشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د یو خبري غونډې پر مهال کړې دي.

سرتاج عزیز وویل چې دوی د ایران د اټومي پروګرام په اړه د دې هیواد او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د تړون هرکلی کوي.

نوموړي وویل چې دا به د ایران او پاکستان ترمنځ د ګېس پایپ لاین په ګډون د پاکستان لپاره د انرژۍ د یو شمېر پروژو لپاره لاره هواره کړي.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې اوس له ایرانه اقتصادي بندیزونه لرې کېږي نو د پاکستان حکومت به په چټکۍ له هغه هیواده سره د انرژۍ پر شوو تړونو عمل وکړي.

د یادونې وړ ده چې پر ایران د نړیوالو بندیزونو له کبله امریکا له مودې راهسې د ایران او پاکستان ترمنځ د ګېس پایپ لاین مخالفت کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG