د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران اټومي تړون ګټور او تاریخي وباله


اسټریا: د بهرنو چارو وزیران د نړۍ شپږو ځواکمنو او ایران ترمنځ په ویانا کې د تړون اعلان پر وخت خبري غونډه کې برخه اخیستې. د ۲۰۱۵م کال جولای ۱۴
اسټریا: د بهرنو چارو وزیران د نړۍ شپږو ځواکمنو او ایران ترمنځ په ویانا کې د تړون اعلان پر وخت خبري غونډه کې برخه اخیستې. د ۲۰۱۵م کال جولای ۱۴

د امریکا، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې او فرانسې مرکچیانو د تېرې اوونۍ پر مهال له ایراني لوري سره مسلسل خبرو ته دوام ورکړ او په پایله کې شاوخوا ۱۳ کلن بحران پای ته ورساوه.

لویدیزوالو او ایرانيو ډیپلوماټانو د جولای په ۱۴مه نېټه وویل، ایران او د نړۍ شپږ طاقتونه یوه تاریخي اټومي تړون ته ورسېدل چې له مخې به یې د تهران اټومې پروګرام محدود شي او په بدل کي به په ایران نړیوال بندیزونه نرم شي.

د اروپايې اتحاديې مشر فېډريکا موګېرني او د ايران بهرنېو چارو وزير جواد ظريف د دغه تړون ستاينه وکړه. دوی دغه څرګندونې په ويانا کې د ايران او نړۍ شپږو ځواکونو ترمنځ تر حتمي غونډې مخکې خبريالانو ته وکړي.

موګېرني په خپلو خبرو کې وويل چې ښايي دغه تړون په نړيوالو اړيکو کې يو نوی باب پرانېزي.

د اټومي توانايي نړیوالې ادارې مشر یوکيیا امانوف وویل، دا يو د پام وړ پرمختګ دی چې دا رنګ د ايران اټومي پروګرام په اړه د پام وړ مسلې ختمې کړي.

د ايران بهرنېو چارو وزير جواد ظريف بيا دغه تړون د ټولو خواو په ګټه او تاریخي وباله. په عين حال کې ايران او د اټومي توانايي نړيواله اداره پر يوه داسې تګلاره سلا شوي چې هدف يې د ايران پخوانیو اټومي فعاليتونو په اړه پوښتنې ختمول دي. غربي هيوادونه تور لګوي چې ايران د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې دی خو ايران دا ردوی.

د امریکا، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې او فرانسې مرکچیانو د تېرې اوونۍ پر مهال له ایراني لوري سره مسلسل خبرو ته دوام ورکړ او په پایله کې شاوخوا ۱۳ کلن بحران پای ته ورساوه.

رپورټونه وايي، د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو او ایران شاوخوا د ۱۰۰ پاڼو یو تړون تیار کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG