د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د جنايي پېښو په تور ۲۵۰ کسان نیول شوي


د کابل امنیه قومندان وايي چې په تېرو د دو اوونیو کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د جنايي پېښو په تور ۲۵۰ کسان نیولي دي.

جنرال عبدالرحمان رحیمي نن (سېشنبه) خبریالانو ته وویل چې یاد کسان یې د قتل ، سړي تښتونو، غلاوو، مخده موادو د قاچاق او یو شمېر نورو پېښو په تړاو نیولي دي.

رحیمي زیاته کړه چې یاد کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

هغه همدارنګه وویل چې په کابل ښار کې په دې ورستیو کې د جنايي پېښو په ګراف کې په سلو کې ۳۷ فیصده کموالي راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG