د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر د ۴۰۲ کنډک سرتېرو ته د زړورتیا عالي نښه ورکړه


ولسمشر اشرف غني د ۴۰۲ زون د اتم کنډک منسوبینو ته د زړورتیا دولتي عالي نښه منظور کړه.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې ولسمشر نن (سېنشبه) د دغه کنډک د سرتېرو هغه زړورتیا وستایله چې د سرطان په لسمه نېټه یې په پکتیکا کې د سرحد د دفاع په خاطر کړې وه.

خبرپاڼه وایي چې ولسمشر دغو ځواکونو ته د یوې میاشتې اضافي معاش هم منظور کړ.

دغو سرحدي ځواکونو په سرحد کې له هغو کړیو سره جګړه کړې وه چې تاسیسات یې جوړول او په نتېجه کې یې د نجیب په نوم یو سرحدي سرتېری ووژل شو.

XS
SM
MD
LG