د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان ولایت کې چاودنې ۳۰ کسان ټپیان کړل


د افغانستان په شمال کې، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یوه لوی جومات کې د دوشنبې پر ورځ یوې چاودنه کې لږترلږه ۳۰ کسان ټپیان شول. په ټپیانو کې د بغلان د ولایتي شورا غړې شاه جهان ایوبي هم شامله ده.

د چارواکو په خبرو چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د بغلان د والي په ګډون لوړ پوړو چارواکو په دي جومات کې په غريبو خلکو د روژه ماتې خواړه ويشل.

د فرانسپرس خبري اژانس د بغلان د امنیې قومندان عبدالجبار پردلي له قوله ویلي چې وایي، باروت مواد په جومات کې دننه ځای پرځای شوي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG