د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د داعش ډلې دوه لوړ پوړي مشران وژل شوي


یوه څارونکې ډله وایي چې د اسلامي دولت ډلې دوه لوړپوړي مشران پرون( دوشنبه) د سوریې په شمال ختیځ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شول.

د سوریې لپاره د بشري حقونو څارونکې ډلې دغه دوه مشران یو عراقی ابو اسامه العراقي او بل سوریایي عامرالرفدان پیژندلي دي.

په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو ډلې مشر ویلي، تراوسه دا نه ده روښانه چې په الحسکه ولایت کې دغه حمله د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو کړې که د سوریې دولتی ځواکونو؟

د الحسکه ولایت شمال له ترکیې او ختیځ یې له عراق سره ګډه پوله لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG