د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلو مذهبي اقليتونو څلور مشران سرکاري ملکان شول


سرکاري ملاکان ځيني مراعتونه او واکونه لري چې د خيبر ايجنسۍ دا نوې منظور شوې قبايلي مشران پري خوشاله دي. دوی وايي چې اوس به په ښه طريقه د مذهبي اقليتونو استازيتوب وکړل شي او د خپلو خلکو د ستونزو په حلولو کې به ورته اساني وي.

حکومت د خېبر اېجنسۍ مذهبي اقليتونو ځيني مشرانو ته لونګۍ يا ملکۍ ورکړي دي. دوی پر دي کار خوشاله دي او وايي دا د دوی لپاره د مساوي حقونو د ورکولو لړ کې يو غټ ګام دی.

لونګۍ د حکومت له خوا ځينو هغه مالي مراعاتو او ځينو واکونو ورکولو ته ويل کيږي چې حکومت يې قبايلي مشرانو ته ورکوي. په تېرو وختونو کې دا يوازې د مسلمانانو ملکانو پورې محدودې وي.

د خيبر ایجنسۍ انتظامي چارواکي وايي چې لونګۍ دوو سيکانو ګورميت سينګ او نرينجن سينګ او دوو عيسايانو، ويلسن وزير او جيمز مايکل لپاره منظور کړل شوي دي.

مشال ريډيو سره خبرو کې ويلس وزير نن وويل: ((دا ډيره مهمه او ښه فیصله ده. زموږ خلک په قبايلي سيسټم کې شامل نه وو. دي سره به پکې شامل شي. په قبايلي جرګه کې به هم موږ کولی شوی د خپلو خلکو استازيتوب وکړو. تر دې وروسته به موږ کولی شو حکومت سره ډېر په رابطه کې يو او په اسانۍ به هغوی ته د خپلو خلکو ستونزې وراورولی شو.))

د حکومت له خوا لونګۍ لرونکي ملکان کولی شي د خپلو سيمو خلکو سره د ډوميسايل او شناختي کارډ اخيستو کې مرسته وکړي.

د خيبر ا ته حکومتوائي پولېټکل انتظاميې ورته د لنګۍ منظوري ورکړېده کومه چې د دوي دپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ده. نرينجن سينګ بل هغه ملک دی چې اوس اوس ورته حکومت لونګۍ منظوره کړي. نوموړی وايي: (خالات خراب دي او په داسې بې امنه ماحول کې د خپلو خلکو لپاره په اسانۍ سره کار کولو کې پراته خنډونه کم شي. د خلکو ځينې ستونزې به زر زر حل کيږي.))

دغو نووو مذهبي اقليتونو ملکانو مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې تر دي وروسته به د نورو قبايلي ايجنسيوو د مذهبي اقليتي مشرانو لپاره د لونګۍ منظورولو لپاره کوشش کوي.

XS
SM
MD
LG