د لاسرسي ځای

نن د تعليم لپاره مبارزه کوونکې د سوات ملالې يوسفزۍ کليزه ده. هغه د اتلسو کلونو شوه. نوموړې دري کاله مخکې پاکستاني طالبانو په سوات کې په ډزو سخته زخمي کړه. هغې نوبيل جايزه ګټلي او د جينکو د تعليم لپاره کار کوي.

نن د تعليم مبارزې او د سولې نوبل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ اتلسمه کليزه ده. هغه د خيبر پښتونخوا په سوات کې په ۱۹۹۷ کال کې د جولايي په دولسم تاريخ زيږيدلې ده. د هغې پلار ضياالدين يوسفزی يو شاعر، ليکوال او د بشري حقونو ملته پاله فعال دی.

د ملالې يوسفزۍ د ژوند ځينې مهمې پېښې:

  • ۲۰۰۷ : پر سوات د پاکستاني طالبانو قبضه، د ښوونځيوو او سکولونو بندول او د ګڼو نورو کورنيوو په شان د ملالې يوسفزۍکورنۍ بې کوره کېدل
يو ماشوم، يو قلم او يو کتاب دنيا بدلولی شي

- د ۲۰۰۸ د سپتمبر لومړۍ نيټه: پيښور پريس کلب کې ملالې يوسفزۍ په خپل لومړي تقرير کې د تعليم لپاره غږ پورته کړ.

- د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په دريم تاريخ ملالې يوسفزۍ د بي بي سي اردو لپاره د ګل مکۍ تر نامه لاندې د سوات پر حالاتو بلاګ يا د ورځنيوو ياداشتونو ليکل شروع کړل.​

  • ۲۰۰۹ کال د فرورۍ ۲۱: طالبانو ښوونځي ته د جينکو پر تګ بندېز ختم کړ.
  • ۲۰۰۹ کال د مارچ ۲۱: ملالۍ يوسفزۍ د ګل مکۍ په نامه بي بي سي لپاره آخرې بلاګ وليکه
تر درملنې لاندې ملاله د پلار، وروڼو او مور سره

تر درملنې لاندې ملاله د پلار، وروڼو او مور سره

- ۲۰۰۹ کال د مئ لومړۍ نېټه: پاکستاني پوځ سوات کې د طالبانو خلاف عمليات پېل کړل

- د ۲۰۰۹ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه بي بي سي څرګنده کړه چې ګل مکۍ ملاله يوسفزۍ ده. تر دي وروسته ملالې د ماشومانو د زده کړو لپاره له بېلابېلو لارو پورته کړی غږ لا نور تېز کړ.

  • ۲۰۱۱ کال کې ملالې د پاکستان د سولې قامي ايوارډ يا انعام وګاټه​
  • د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۹: پاکستاني طالبانو پر ملالې بريد وکړ. هغه سخته زخمي شوه او په برطانيه کې يې د اوږده وخت لپاره درملنه وشوه.
  • د ۲۰۱۳ کال د جولايي ۱۲: ملالې يوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې تقرير وکړ.
  • د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۸: د ملالې کتاب (زه ملاله يم) خپور شو.
  • د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر ۱۰: ملالۍ يوسفزۍ ته د سولې نوبيل جايزه ورکړل شوه.
زه له طالبانو انتقام نه اخلم. زه د طالبانو لوڼو او زامنو لپاره هم تعليم غواړم

هغه لومړۍ پښتنه ده چې دا جايزه يې ګټلې. ملاله يوسفزۍ اوس مهال د خپلې ادارې (ملاله فنډ) له لارې پاکستان، افغانستان او منځني ختيځ کې د ځينو ماشومانو لپاره د تعليمي سهولتونو په برابرولو بوخته ده.

ملاله يوسفزۍ دا مهال په برطانيه کې د خپل مور پلار او دوو وروڼو سره اوسيږي.

د ملالې يوسفزۍ سره د مشال ريډيو ځانګړې مرکه (۲۰۱۳ کال)

ځينو پښتنو پر ټويټر د ملالې يوسفزۍ کليزه د بېلابېلو پيغامونو سره ولمانځله

XS
SM
MD
LG