د لاسرسي ځای

د کوټې شورا فعال غړی ونیول شو


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په زابل ولایت کې یې د کویټې شورا یو فعاله غړی نیولی دی.

د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کس مولوي فیض الله نومیږي.

بیان زیاتوي چې مولوي فیض الله د طالبانو د کویټې شورا د پوځي کمیټې غړی دی چې په زابل،کندهار او غزني ولایتونو کې یې وسله وال فعالیتونه کول.

طالبانو د دې خبر تر خپرېدو څه نه وو ویلي.

XS
SM
MD
LG