د لاسرسي ځای

تازه خبر

اکرام کوکي خېل: د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوو


د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو یو پخوانی عکس
د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو یو پخوانی عکس

د ترکي مرستندويه ادارې سرې میاشتې – ریډ کریسنټ - د شمالي وزيرستان په بې کوره کړل شوو خلکو کې د مرستې په توګه خوراکي توکي وېشلي دي.

بنو: د ترکي مرستندويه ادارې سرې میاشتې – ریډ کریسنټ - د شمالي وزيرستان په بې کوره کړل شوو خلکو کې د مرستې په توګه خوراکي توکي وېشلي دي.

یادې ادارې دا مرستې د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې د مېشتو بې کوره کړل شوو کورنیو ته ورکړل شوې.

د قبایلي سیمو لپاره د سرې میاشتې ادارې مشر اکرام الله جان کوکي خېل مشال راډیو ته وویل چې دوی په شاوخوا زر کورنیو کې مرستې وېشلې دي او دا لړۍ به روانه وي.

اکرام الله جان کوکي خېلوویل ، د دوی اداره د قبايلي سيمو لپاره نور هم پرمختيايې پروګرامونه هم لري.

په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴م کال د جون له ۱۵مې نېټې راهسې د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي دي چې لا هم روان دي.

د پاکستاني پوځ د دې عملیاتو له کبله تر لس لکه زیات خلک بې کوره کړل شوي چې زیاتره د خیبر پښتونخوا په بنو او د ډیورنډ کرښې هغې بلې غاړې خوست کې مېشت دي.

په بنو کې مېشت کډ‌وال نه یوازې له سختو هر اړخیزو ستونز سر ټکوي بلکې په بیا بیا د پاکستان له حکومتي او پوځي چارواکو غوښتنه کوي چې دوی دي ژر تر ژره خپلو سیمو ته ستانه کړي.

پاکستاني چارواکي وايي ، دوی هڅه کوي چې دا بې کوره خلک له مهال وېش سره سم په خپل نوبت خپلو سیمو ته ستانه کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG