د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د سولې لپاره له سیمه ییزو هیوادونو هیلې لرو


افغان ولسمشر اشرف غني او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف د روس په اوفا ښار کې
افغان ولسمشر اشرف غني او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف د روس په اوفا ښار کې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان حکومت د استازو او وسله والو طالبانو ترمینځ د خبرو لپاره د پاکستان د کوربتوب مننه کړې ده.

پراګ: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان حکومت د استازو او وسله والو طالبانو ترمینځ د خبرو لپاره د پاکستان د کوربتوب مننه کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ او مخدروموادو پر ضد مبارزه کې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ حساب کوي.

د افغانستان د ولسمشر دفتر د جمعې په ورځ ناوخته په یو خبرپاڼه کې وویل چې ولسمشر غني د روس په اوفا کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له پاکستاني وزیراعظم نوازشریف سره ولیدل.

خبر پاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني په کتنه کې د پاکستان مننه وکړه او په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت لپارهیې پر خپلو هڅو یې ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ د شنګهایي همکارۍ سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وویل ،ترهګر د سیمې د بې ثباته کولو هڅه کوي.

ولسمشر غني د دې ګواښ په له مینځه وړلو کې د سیمې د هېوادونو د ګډ کار غوښتنه وکړه.

نوموړزیاته کړه چې ، موږ له چین، روس او هند سره چې د سیمې اقتصادي، سیاسي او جغرافيايي سياسي قوتونه دي ، پر همکارۍ حساب کوو. موږ غواړو چې له خپلو شریکانو سره هم د ترهګرۍ او هم د مخدرو موادو پرضد د مبارزې په برخو کې ګډ کار وکړو.

له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ګدې خبري غونډې پر مهال د هغه روسي سیال ولادمیر پوتین افغانستان ته د داعش وسله والې ډلې د رسېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دې ډلې په سیمه کې خپل فعالیت پراخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومتي او پوځي چارواکو په وینا ، د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش د دې هیواد په ختیځ ولایت ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې زیات نفوذ کړی دی.

د دې ولایت د اچین ولسوالۍ اوسیدونکو د شنبې په ورځ مشال راډيو ته ویلي چې د جمعې له ورځې راهیسې په دې ولسوالۍ کې د داعش او امارات اسلامي ډلې ترمنځ سخته جګړه پيل شوې ده.

دوی وايي په دې جګړه کې د دواړو لورو مرمۍ د عامو خلکو پر کورو لګيدلې دي چې یو شمېر ماشومان او مېرمنې پکې ځپل شوي دي.

دا ځايي خلک وايي ، د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د دې وسله والو نښتو له کبله په لسګونه کورنۍ پر دې مجبوره شوې دي چې خپلې سیمې پرېږدي او نورو ته کډه شي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي د دې تازه حالات په اړه څه نه دي ویلي او نه هم په جګړه کې د ښکېلو غاړو له اړخه یو بل ته د رسولي زیان په اړه د پخلي وړ مالومات مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG