د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونان د مالیو پېنشن سیسټم کې د جامع اصلاحاتو وړاندیز وکړ


د یونان لومړی وزیر الیکسیس څیپراس
د یونان لومړی وزیر الیکسیس څیپراس

یونان بېګا بالاخره د هېواد د مالیو یا ټیکس او پېنشن په نظامونو کې د هغو جامع اصلاحاتو وړاندیز وکړ چې له اوږدې مودې راهیسې یې اروپايي ټولنې غوښتنه کوله.

له دې کار سره هغه هېواد په چټکۍ سره، د روانې اوونۍ په پای کې یوه داسې تړون ته د رسېدو سفر پیل کړ چې د یونان مالي نظام به له پرځېدو وژغوري. په دې پلان کې په ډېرو ځايونو کې هغه وړاندیزونه تر سترګو کېږي چې اروپايي ټولنې کول.

لکه د مالیو یا ټیکسونو زیاتول، په ورو، ورو د تقاعد یا رېټایر کېدو اوسط عمر لوړول او نور هغه اصلاحات چې کیڼلاسي یوناني حکومت یې تر اوږدې مودې مخالفت کاوه. د جامع اصلاحاتو له دې پیکېج سره اوس هیلې پیدا شوې دي چې یونان به د پورونو په اړه اسانتیاوې تر لاسه کړي او له اروپايي ټولنې سره به داسې تړون ته ورسېږي چې د مالي نظام ممکنه سقوط مخه به ونیسي.

د اصلاحاتو د دې ((ریښتینو)) وړاندیزونو له تر لاسه کولو سره اروپايي مشرانو ویلي، دوی پر یونان د پورونو لوی بار کمولو په اړه خبرو ته چمتو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG