د لاسرسي ځای

افغانستان د شمال له ګاونډيو هېوادونو پوځي مرسته غوښتې


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له شمالي ګاونډیو هېوادونو د پوځي مرستو غوښتنه کړې.

نورالحق علومي تېره ورځ په بلخ کې له ولایتي چارواکو سره د لیدو پر مهال وویل، دوی بهرني ځواک نه بلکې، بهرني ملاتړ ته اړتیا لري. ده وویل، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی چې افغانان به دې ته اجازه ورنکړي چې له خاورې یې په هغو هېوادونو کې مداخله وشي.

علومي زیاته کړه چې وسله والې ډلې د نوم او جغرافیې په بدلون سره غواړي جګړه د هېواد له جنوبه شمال ته وغځوي او شمالي ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ ولاړ کړي. تېره میاشت د تاجکستان دوو لوړپوړو امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې سلګونه وسله وال په افغانستان کې د دوی پولې ته ورنېږدې شوي دي او دوی ته یې جدي خطر پېښ کړی. افغان چارواکو د تاجکستان دا ادعا رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG