د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب شهزاده سعود الفیصل جنازه د خالي په ورځ کېږي


د سعودي عرب شهزاده سعود الفیصل
د سعودي عرب شهزاده سعود الفیصل

د سعودي عرب شهزاده سعود الفیصل چې تر څلورو لسیزو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی وو او د هغه هېواد د سختو ډېپلوماټیکو چارو مشري یې کوله د ۷۵ کلونو په عمر کې ومړ.

نوموړی تېره ورځ د امریکا په لاس اېنجلس کې په خپل کور کې د یوې نااعلان شوې ناروغۍ له کبله مړ شو.

د ده د جنازې لمونځ سبا د خالي ورځ په مکه کې کېږي. د سعودي عرب شاهي عدالت وویل، شهزاده فیصل ((د صداقت او زیار علامت وو.)) د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لورین فبیوس وویل، فیصل ((په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره مسلسل کار کړی وو.)) د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري د نوموړي په مړینه د ((سختې خواشینۍ)) څرګندونه کړې او و یې ویل چې شهزاده سعود الفیصل ((د پراخې تجربې، شخصي جذبې، لوړ مقام او سنجیده افکارو)) خاوند وو چې په وفادارۍ او ښه ډول یې د خپل هېواد خدمت وکړ. سعود الفیصل د اپرېل په میاشت کې د روغتیايي وجوهاتو له کبله د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده پرېښې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG