د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په فاټا کې ترقیاتي بېنکونه نشته نو پرمختګ به څنګه راځي'


د قبايلي سيمو صنعتکاران، تاجران او سوداګران له حکومته غوښتنه لري، چې په دغو سيمو کې د کاروبار لپاره ماحول جوړ کړي، د مختلفو کمرشل بينکونو څانګې پرانیزي او د دي ترڅنګ په موجوده بينکونو کې بهرني کرنسي کې د کاروبار کولو اجازه ورکړل شي.

د پاکستان د نورو ښارونو پرتله په قبايلي سيمو کې د بېنکونو شمېره ډېره زياته کمه ده. د دې ترڅنګ په دغو سيمو کې بېنکونه ولس ته هغه شان سهولتونه هم نه ورکوي، لکه د ملک په نورو برخو کې چې ورکول کيږي. د قبايلي سيمو فاټا سوادګریزې خونې »چېمبر آف کامرس» مشر شاهد رحمان له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په قبايلي سيمو کې بېنکونه یواځې د پیسو جمع کولو کار کوي، خو قرضي نه ورکوي. شاهد رحمان په خبرو کې د هغه وړانديز تفصيل هم وړاندې کړو چې په قبايلي سيمو کې د طبعي زيرمو بېنک « Minerals Bank » د جوړولو په اړه دی.

»موږ د پاکستان بېنکونو ته وایو چې راشي په فاټا کې هر ځای خپل برانچ خلاص کړي. خو مسله دا ده چې دغه بېنکونه اکثریت غیرسرکاري دي او حکومت ورباندې زور نشي اچولی چې په فاټا کې خپلې ځانګې خلاصې کړي. نو د دغه ستونزې د حل لپاره د سوداګرۍ خونې د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی لکه چې په نور ملک کې زرعي بېنکونه شته نو ولې په فاټا کې د معدنیاتو پرمختیا بېنک «طبعي زېرمو بېنک« نه پرانېزي.«

شاهد رحمان زياته کړه، چې په دې لړ کې يې د خيبر پښتونخوا ګورنر ته تجاويز ليږلي دي. د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې په هره سيمه کې معيشت لپاره بينک ډير ضروري وي،خو په قبايلي سيمو کې حالات يکسر جلا دي، د دغو سيمو خلک په دي برخه کې ډيري ستونزي لري. اکرام هوتي زياته کړه، که چري حکومتي بينکونه قرضي نه ورکوي، نو بيا ولې د نورو بينکونو شاخونه په دي سيمو کې نشته. اکرام هوتي په قبايلي سيمو کې د بينکونو نيشت والي تر شا وجوهاتو په اړه زياته کړه.

«خبره دا ده چې د پاکستان غیر سرکاري بېنکونه په فاټا کې خطر نه ګالي چې بېنک خلاص کړي، او بل دوی دې ته ګوري چې تر یو خاص حده زیات کاروبار وي بیا دوی خپل بېنکونه خلاصوي په دې کې خو د نوې څانګې د ودانۍ یا کرایې خرڅه ده، د بېنک کارکوونکو د حفاظت خبره ده.نو دې په کتو هغوی زړه نه ښه کوي چې خپل برانچونه خلاص کړي. »

بلخوا د قبايلي سيمو يو صنعتکار زاهد شنواري له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دغو سيمو کې کاروباريان ډېر له ستونزو سره مخامخ دي: «د فاټا په کاروباري او صنعتي پرمختګ کې تر ټولو لویه ستونزه د بېنکونو نشتوالی دی.«

صنعتکار زاهد شنواري زياته کړه، چې د پاکستان او افغانستان ترمنيځ دواړه اخیزه تجارت حجم دوه اربه ډالره دي، او تر ټولو زيات تجارت په تورخم پوله کيږي، خو په هغه ځاي کې د بينکونو شاخونه نشته. خو په دې وروستيو کې د خېبر پښتونخوا ګورنر په قبايلي سيمو کې د فاټا بينک جوړولو اعلان کړي وو، خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی. د دې بينک جوړولو مقصد په دغو سيمو کې د کاروباريانو ستونزي کمول وو، په دي لړ کې مو د قبايلي سيمو د نظم ادارې فاټا سيکرټريټ وياند فضل الله سره رابطه وکړه، نو نوموړي وويل:

«ځینې ټېکنیکل ستونزې دي چې د هغې لرې کولو لپاره د بېنکي سېکټر چارواکي او د فاټا سیکریټرېت چارواکي پرې لګیا دي خبرې کوي»

د قبايلي سيمو صنعتکاران، تاجران او سوداګران له حکومته غوښتنه لري، چې په دغو سيمو کې د کاروبار لپاره ماحول جوړ کړي، د مختلفو کمرشل بينکونو څانګې پرانیزي او د دي ترڅنګ په موجوده بينکونو کې بهرني کرنسي کې د کاروبار کولو اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG