د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د افغان طالبانو او د افغانستان حکومت استازو تر منځ په رسمي خبرو کې موافقه شوې چې تر روژې وروسته به په افغانستان کې د وینې تویونې د مخنیوي لپاره د یوه مېکانېزم پر جوړولو مفصلې خبرې کېږي.

په پاکستان کې د افغان طالبانو او د افغانستان حکومت استازو تر منځ په رسمي خبرو کې موافقه شوې چې تر روژې وروسته به په افغانستان کې د وینې تویونې د مخنیوي لپاره د یوه مېکانېزم پر جوړولو مفصلې خبرې کېږي.

په خبرو کې پر دې موافقه شوې چې د اختر په ورځو کې به دواړه لوري له تاوتریخوالي لاس اخلي.

کله چې په مري کې د دواړو خواو تر منځ خبرې کېدې نو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته پیغام واستاوه چې پکې راغلي ول چې په قطر کې د طالبانو دفتر اصلاً د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو مسوولیت په غاړه لري.

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرو او د طالبانو دې بیان ته په کتو پوښتنه پیدا کېږي چې ایا د رسمي خبرو لومړی پړاو د افغانستان د تلپاتې سولې په لړ کې هیلې پیدا کولای شي او که نه؟

په کابل کې د سیاسي چارو پوه قاضي حسن حقیار د سولې او روغې خبرې څاري او وايي، دا د ستاینې وړ اقدام دی چې بالاخره د دواړو لورو تر منځ ((رسمي)) خبرې وشوې، خو کاش چې په دې خبرو کې د قطر طالبانو هم برخه اخیستې وای:

((زما برداشت دا دی چې په دې کې د طالبانو مرکزي هسته شریکه نه ده او هغوی [له] دې خبرو بایکاټ کړی. کاشکې ټول طالبان حاضر شوي وای. دا هڅه هم د ستاینې وړ ده خو په قوي ګومان دا به د سولې بهیر موخې هوارې نه کړي.))

په پاکستان کې د طالبانو د کوټې شورا له افغان حکومت سره خبرې کول او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد بیان ایا دا مانا لري چې طالبان وېشل شوي دي او دا چې اصلاً په طالبانو کې څوک د خبرو واک او اختیار لري؟

قاضي حسن حقیار یې په ځواب کې وايي چې اصلاً د طالبانو په رسمي جوړښتونو کې د کوټې شورا په نوم څه نشته. دی زیاتوي، د خبرو اصل واک د قطر له طالبانو سره دی ځکه چې هغوی دا مهال د افغانستان په جګړه کې زیاته ونډه لري:

((څومره چې زه طالبان پېژنم، زما په باور ډېر واک د قطر [له] دفتر سره دی، سیاسي هسته هغوی دي، د طالبانو نمایندګي هغوی کولای شي. دا کسان چې په دې خبرو کې ناست ول، څومره چې زما مالومات دي، دا هم هغه کسان دي چې د پاکستان [له] حکومته ډېر متاثره دي. دا کسان د طالبانو امارت پر وخت ډېر مخکښ کسان ول خو په دې وروستیو کې په نظامي برخه کې د دوی ونډه کمه ده. خبره باید [له] هغه چا سره وشي چې په نظامي برخه کې یې ونډه ډېره وي ځکه چې ستونزې هم هغه څوک جوړوي چې جنګېږي.))

خو د کابل پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاد نصر الله ستانکزی په مري کې د طالبانو خبرې او بیا د ذبیح الله مجاهد بیان ته په کتو وايي، داسې ښکاري چې طالبان د جګړې په میدان کې د خپلو پلویانو مورال کمزوری کول نه غواړي:

((زه فکر کوم چې طالبان یوه جالبه لوبه کوي. لوبه دا ده چې زما له نظره دوی د پېښور دفتر، قطر دفتر او کوټې دفتر تر منځ فرق نه کوي. دوی غواړي چې په دې ډول هم په جګړه کې د خپلو پلویانو روحیه ماته نه کړي او [له] بلې خوا غواړي د افغانستان دولت ته هم وښيي چې کولای شي چې په بل ډول هم لوبې وکړي.))

نصر الله ستانکزی له دې خبرې سره موافق نه دی چې ګواکې طالبان وېشل شوي دي. دی وايي، که چېرې طالبان د کوټې په شورا یا قطر دفتر په نوم وېشل شوي وي نو بیا اصلاً د طالب هېڅ وجود نه پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG