د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د پي ټي ای صوبايي وزیر د درغلیو په تور ګرفتار


د خېبر پښتونخوا یو صوبايي وزیر ضیاالله اپرېدی د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره روغبړ کوي، څنګ ته یې اعلا وزیر پروېز خټک ولاړ دی
د خېبر پښتونخوا یو صوبايي وزیر ضیاالله اپرېدی د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره روغبړ کوي، څنګ ته یې اعلا وزیر پروېز خټک ولاړ دی

کرنل سیف الله دا تور هم پورې کړ چې له تحریک انصاف سره تعلق لرونکی صوبايي وزیر ضیاء الله اپریدی د اربونو روپیو په درغلیو ککړ دی.

د خیبر پښتونخوا احتساب کمیشن نن چارشنبه د خېبر پښتونخوا یو صوبايي وزیر ضیاالله اپرېدی د درغلیو په تور نیولی دی. د احتساب کمیشن یوه لوړ پوړي چارواکي کرنل سیف الله مشال راډیو ته په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه چې د معدنیاتو صوبايي وزیر ضیاالله اپریدي په ناقانونه توګه د قدرتي زېرمو کانونه او ځایونه په ټېکو ورکړې ول او په خپله محکمه کې یې د خلکو په ګمارنو یا برتيو کې هم درغلۍ کړې دي.

کرنل سیف الله دا تور هم پورې کړ چې له تحریک انصاف سره تعلق لرونکی صوبايي وزیر ضیاء الله اپریدی د اربونو روپیو په درغلیو ککړ دی.

کرنل سیف الله وايي سبا ته به ضیا الله اپرېدی عدالت ته وړاندې کوی او له عدالته به هغه په ریمانډ په خپله ولکه کې ساتي.

XS
SM
MD
LG