د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما،د افغان حکومت او طالبانو د استازو مخامخ خبرې ستایلې


په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر [یوناما] د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې ستایلې دي .

د یوناما مشر نیکولاس هایسم د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه خبر پاڼه کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې لپاره به نور ګامونه هم واخیستل شي. ده ویلي چې افغانان د سولې حق لري.

رویټرز خبري اژانس په مذاکرو کې برخه والو ته د ځینې نژدې سرچینو په حواله ویلي چې د خبرو دویم پړاو د اګست د میاشتې په ۱۵ او ۱۶ پلان شوی دی.

په عین حال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په یوه اعلامیه کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو د مخامخ خبرو هرکلی کړی او هیله يې څرګنده کړې چې د سولې له ټینګښت سره به مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG