د لاسرسي ځای

په هلمند کېد ۲۱۵میوند قول اردو په رالیږل شوي خبرپاڼه کېراغلي دي چې نن د پنجشنبې پر سهار د ګرشک ولسوالۍ د خړنیکه په سیمه کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۹ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې ولسوالۍ کې د جلا عملیاتو پرمهال د دریمې پلي لوا د سرتیرو لخوا د طالبانو یو قوماندان محمد ولي او د هغه۶ ملګريپه مخامخ جنګ کې وژل شوي او ۱۶نورټپیان دي.

د میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي په دې عملیاتو او نښتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

تراوسه طالبانو خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG