د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف په لومړي ځل له ملالې یوسفزۍ سره ولیدل


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د چارشنبې پر ورځ د ناورې په پلازمېنه اوسلو کې ملالې یوسفزۍ ته وویل چې که چېري دا پاکستان ته د تلو پرېکړه کوي نو د ده حکومت به یې ملاتړ وکړي.

ملالې یوسفزۍ وویل، نواز شریف ورته ویلي چې پاکستان د دې خپل ملک دی.

ملاله یوسفزۍ وايي، ما نواز شریف ته وویل چې د یو پاکستانۍ په حېث دا زما فرض دی چې ولاړه شم او هلته د خلکو مرسته وکړم.

نوموړې دا هم ویلي چې له وزیراعظم نواز شریف سره یې د پاکستان پر تعلیمي نظام ، په ماشومانو مزدوري کول په زور د نجونو د ودولو پر موضوع هم خبرې اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر کې طالبانو له دې کبله ویشتلې وه چې د نجونو د تعلیم لپاره یې هلې ځلي کولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG