د لاسرسي ځای

ننګرهار: د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۶۶ وسله وال وژل شوي


د ننګرهار چارواکي وايي چې په وروستیو دوو اونیو کې، په دې ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو پنځه حملې شوي چې لږ تر لږه ۶۶ وسله وال په کې وژل شوي دي.

د ننګرهارد والي ویاند احمدضیا عبدالزي د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې کسانو کې د اسلامي دولت [داعش] وسله وال هم شامل دي.

عبدالزئ: وروستۍ حمله په اچین ولسوالۍ کې شوې چې ۱۷ وسله وال په کې وژل شوي دي.

که څه هم د ټولو د هویت په اړه معلومات لا نه لرو خو داسې ګڼل کېږي چې سرګروپان یې هم په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وړمه ورځ په اچین ولسوالۍ کې د داعش د دوهم لوي قوماندان ، ګل زمان د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG