د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګومل زام ډېم کې بې قاعدګیو د ټانک وګړي له اوبو محرومه کړي


د پاکستان پوځ د انجینيېرینګ شعبې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن «ايف ډبليو او» د واپډا محکمې ته د آزموينې لپاره سپارلی، خو له ټانکه د پا کستان قامي اسمبلۍ غړی داور خان کنډی وايي، چې په دغه پروژه کې زښته ډېرې بې قاعدګۍ شوې دي.

د خېبرپښتونخوا د ټانک ضلعې ولس وايي، د څښاک اوبو نشتوالي یې ورځنی ژوند زښته له کړاونو او ستونزو سره مخامخ کړی دی. د دوی په خبره د ځايي انتظاميه په پيسو د څښاک اوبه پلوري.

هر سړی خو اوبه په پیسو نشي اخیستلی

د ټانک ښار يو اوسیدونکی محمد شکيل وايي د روژې میاشتې په پیل کې یې په نلکیو کې هېڅ اوبه نه راتلې، هر سړه خو د اوبو اخیستلو لپاره پیسې نه لري.

ټانک کې هر کور اوبه په پیسو رانیسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ټانک شاوخوا کليوال د ډنډ‌ونو اوبه څښي

له ټا نک سره نېږدې د يو کلي يو اوسېدونکی خليل مسود وايي چې په ټانک ښار کې که څه هم ولس د څښاک اوبو ستونزه په څه نا څه ډول هواره کړې خو د ده په خبره د ټانک په خوا اوشا کليوالو سیمو کېبیا ولس په ډونډونو کې د باران د ولاړو اوبو په څکلو مجبوره دي.

د ټانک شاوخوا کلي د ډنډ‌ونو اوبه څښي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

تحریک انصاف له کسته د ټانک اوبو ستونزه نه هواروي

د ټانک ضلع نه د خېبرپښتونخوا په اسمبلي کي د جمعيت اعلماي اسلام سره تعلق لرونکي غړي محمود احمد خان واي چي د اپوزيشن سره د تعلق په بنا د صوبي واکمن د تحریک انصاف ګوند د سیاسی رقابت له امله د ټانک د خلکو د اوبوستونزي نه هواروي.

تحریک انصاف له کسته د ټانک اوبو ستونزه نه هواروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ګومل زام ډېم کې بې قاعدګۍ شوې دي

د ټانک اوبو ستونزو هواري لپاره د امریکا په مرسته د څلوېښتو میليونو ډالرو په لګښت د ګومل زام ډېم د پروسږ کال په جنورۍ مياشت کې د پاکستان پوځ د انجینيېرینګ شعبې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن «ايف ډبليو او» د واپډا محکمې ته د آزموينې لپارهسپارلی، خو له ټانکه د پا کستان قامي اسمبلۍ غړی داور خان کنډی وايي، چې په دغه پروژه کې زښته ډېرې بې قاعدګۍ شوې دي.

ګومل زام ډېم کې بې قاعدګۍ شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

داور خان کنډی وايي د ټانک ضلعې او خواو شا سيمو څه باندې لس لاکه خلک دا مهال د صوبايي، وفاقي حکومتونواو امنيتي ادارو تر مينځ د سیاسي رقابت او بې غوري له امله د څښاک او اوبه خور لپاره له اوبو محرومه دي.

XS
SM
MD
LG