د لاسرسي ځای

د بنو مساپر وړونکو ګاډو ټکر کړی ۱۸ کسان مړه ګڼ ژوبل


یو زوړ تصویر

یو زوړ تصویر

د پوليسو په وينا چې د اسلام آباد په څنډه پرته ترنول سيمه کې پرفتح جنګ سړک د يو بس او وېګن له جنګېدو ١٨ کسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ترنول سيمه کې د يو بس او وېګن ترمنځ له ټکر خوړولو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د ترنول پوليس تاڼې يو افسر محمد قدير وويل چې نن «چارشنبه» تر غرمې وروستو دا پېښه په ترنول کې د زیات رفتار له کبله رامنځ ته شوې. د ده په خبره ګاډو مخامخ له بل سره ټکر خوړلی دی.

«های اېس وېګن له بنو پنډۍ او مزده له اسلام اباده بنو ته روانه وه چې په ترنول کې پر فتح جنګ سړک د ګېس کو له سي اين جې اسټيشن سره د تېز رفتارۍ له کبله وجنګېدل. او په های اېس کې ١۸ کسان مړه او په بس کې يواځې ډرايور مړ شوی دى»

د پوليسو په وينا چې ژوبل کسان د اسلام آباد پیمز او نورو نېږدو روغتتونو ته رسول شوي دي، چې پکې د ځينو حالات مرګونی دى.

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG