د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوبېلواله ملاله: اته ورځنی پوځي لګښت دې پر تعلیم ولګېږي


نوبېلواله ملاله یوسفزۍ د جولای پر اوومه نېټه د ناروې په اوسلو کې د ملګروو ملتونو تعلیم سرمشریزې ته وینا کوي
نوبېلواله ملاله یوسفزۍ د جولای پر اوومه نېټه د ناروې په اوسلو کې د ملګروو ملتونو تعلیم سرمشریزې ته وینا کوي

د نوبېلوالې خېر ښېګړې اداره ملاله فنډ وايي، چې د ماشومانو وړیا زدکړو لپاره هر کال د نهه دېرش بیلیونه ډالرو اړتیا لري.

د خېبر پښتونخوا له سوات سره تعلق لرونکې د تعلیم مبارزه او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د جولای پر اوومه نېټه پر نړیوالو مشرانو غږ وکړ چې خپل ”اته ورځنی پوځي لګښت“ کم کړي او دا پیسې دې د نړۍ ټولو ماشومانو وړیا تعلیم لپاره مرستو ته ځانګړې کړي.

د نوبېلوالې خېر ښېګړې اداره ملاله فنډ وايي، چې د ماشومانو وړیا زدکړو لپاره هر کال د نهه دېرش بیلیونه ډالرو اړتیا لري.

د جولای پر اوومه نېټه د ناروې په اوسلو کې د ملګروو ملتونو تعلیم سرمشریزې ته ملالې وویل، یوازې په اتو ورځو کې ۳۹ بیلیونه ډالره پر پوځي لګښتونو لګېږي.

نوبېلوالې ملالې وويل، چې تعليم اخیستل د هر ماشوم بنيادي حق دى او نړيوال مشران دې د هر ماشوم د تعليم ودې لپاره ژمنه وکړي.

هغې وويل په ټوپکو د پيسو لگولو پر ځای د ښه راتلونکې لپاره کتابونه غوره سرمايه ده او زياته يې کړه چې په ټوله نړۍ کېدې ماشومانو ته تر ١٢ کلونو وړيا تعليم ورکړل شي.

نوبېلوالې وویل، له بده مرغه هره ورځ په زرگونه نجونه او هلکان په ښوونځيو کې خوندي نه دي او تر ټولو بده پېښه د هغې د خپل پلرني ټاټوبي خېبر پښتونخوا د پېښور په یوه ښوونځي کې د ۱۳۰ ماشومانو وژنه وه.

هغې وويل، دا هم له هغو جينکو څخه يوه ده چې د تعليم له ورکړې یې انکار شوى، خو يو څيز شته چې هغه يې ځانگړې جوړه کړې او هغه”تاسو“ ياست.

ملالې زیاته کړه ” کله چې طالبانو زه سکول ته له تللو ودرولم او غوښتل يې چې ما خاموشه کړي نو ”تاسو“ مې دفاع وکړه، تاسو زما لپاره غږ پورته کړو، دعا مو وکړه، کله چې زما غږ خاموشه کړى شو نو تاسو په دغو تورو ورځو کې زما سندره وويله، زه د خپلې کورنۍ او د ټولې نړۍ د میلينونو خويندو او وروڼو دملاتړ له امله پیاوړې شوم. “

هغې وويل، ”ستاسو دعاگانو او ستاسو مينې زما کیسه نومیاتې کړې ده“

ملاله چې د جولای پر ۱۲م به ۱۸ کلنه کېږي، په جون میاشت کې د نړیوال بانک له مشر یم یانګ کیم سره د پایدارې پرمختیايي موخې د یوې رسمي مرستې په باب خبرې وکړې چې د سږني ۲۰۱۵ م کال په ورستیو کې به په ډاګه کېږي.

د ایتوپیا په پلازمېنه ادیسه ابابا کې هم یوه غونډه نیول شوې چې د پرمختیايي موخو د مالي مرستو لپاره لارې چار ولټول شي. ملالې ویل چې د پرمختیايي موخې په ترڅ کې باید منځنۍ «ثانوي» زدکړې باوري کړل شي.

XS
SM
MD
LG