د پېښور په اچینۍ سیمه کې نن سهار د سړکغاړې په یو بمي چاودنه کې دوه کسان ژوبل شوي چې پکې يو ماشوم هم شامل دی.
د بمونو شنډولو څانګې مشر ای جي شفقت ملک نن چارشنبه په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې باروت د سړک تر غاړې ايښودل شوي ول او هدف يې د پوليسو ګاډي ول. خو د نوموړي په خبره په پېښه کې ژوبل شوي کسان ولسي وګړي دي.
د دغه برید پړه لښکر اسلام وسله والې ډلې منلې ده.