د لاسرسي ځای

د سولې پر لور: پرماشومانو د تشدد اغېز او مخنيوی يې


جګړه تر ټولو ډېر ماشومان ځپي

جګړه تر ټولو ډېر ماشومان ځپي

کارپوهان وايي ماشومان له جګړو خوندي ساتلو لپاره ضروري ده چې هغوی ته ارام چاپيريال برابر شي، زده کړې ورته ورکړل شي او د ساعت تيرۍ غم يې وکړل شي.

افغانستان کې له څلويښتو کلونو راهيسې په يو يا بل شکل جګړې روانې دي. د ډيورنډ کرښې هغه غاړه، قبايلي سيمو کې هم وخت په وخت جګړې او پوځي عمليات شوي دي. پر ماشومانو د تشدد د اغېز په اړه کارکوونکې د برطانيه يوه اداره، War Child يا د جګړې ماشوم وايي د نښتو او خونړيوو پېښو ډېر اغېز پر ماشومانو کيږي.

په دي وروستيوو کې قبايلي سيمو کې په زرګونو کورنۍ د پاکستاني پوځ د عملياتو او طالبانو د جګړې له وجې بې کوره شول. د بې کوره شوو کورنيوو زرګونه ماشومان اوس هم په کمپونو کې ژوند کوي. دوی نه يوازې له ښوونځيوو ليري پاتې شول بلکې جګړې يې پر ژوند ډېر بدا اغېز کړی.

د جګړو د لاسه بې کوره شوي قبايلي ماشومان

د جګړو د لاسه بې کوره شوي قبايلي ماشومان

باجوړ يوې ماشومې مشال ريډيو سره خبرو کې د خپل کلي د جنګ کيسه وکړه او وي ويل: ((جنګونه شروع شول. موږ ټول راووتو. هر څه رانه پاتې شول. حجره مو وه، کور مو وو، ښوونځی مو وو. ټول پاتې شول.))

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د نفسياتو يا روحي ناروغيوو يوه ډاکټره روبي شهريار د خير ښيګړې يوې ادارې له لارې د وزيرستان د جګړو او پوځي عمليات له کبله بې کوره شوو کوچنيانو يا ماشومانو سره کارکوي. نوموړې وايي چې کله به يې ماشومانو سره د جنګ خبره وکړه نو د هغوی رنګونه به والوتل او لاسونه یې له ويرې رپېدل. ډاکټر روبي مشال ريډيو ته وويل چېدوی غوښتل ماشومان عادي ژوند ته راوګرځوي خو پر هغوی د تشدد دومره ډېر اغېز شوی وو چې عادي ژوند ته راګرځول يې اسانه نه وو.

د تشدد په مخنيوي کې د تعليم ارزښت

جګړو نه يوازې د کورنيوو سره ماشومان بې کوره او بې سرپناه کړي بلکې د دوی مشران يې بې کاره کړل. د مشرانو بي روزګاري او غريبي لکونه افغان ماشومان مجبوره کړي چې د ښوونځي پر ځای په خپله کارونه شروع کړل.

بلخوا که پر ځينو ماشومانو جګړو روحي اغېز کړی خو زده کړې يې نه دي پريښي. د افغانستان د ناامنو جنوبي ولايتونو په مرکز کندهارکې ويسا اکيډمۍ کې د دريو ټولګيوو ماشومان هر سهارد خپلو درسونو پېل د افغانستان د ملي سرود په ويلو کوي.

دا وطن افغانستان دی – دا عزت د هر افغان دی

دا ښوونځی له نورو مختلف دی. دلته په ديوالونو د سولې شعارونه ليکل شوي او د عدم تشدد د لارې مبارزينو په اړه ماشومانو ته درس ورکول کيږي. د ويسا اکيډمۍ بنسټ ايښودونکی، غوث الدين فروتن د دي ښونځي د جوړولو د هدف په اړه وايي.

((له څلويښتو کلونو راهيسې افغانستان کې جګړې روانې دي. دې جګړو د خلکو او په ځانګړې ډول د ماشومانو په ذهنونو خراب اغېز کړی. موږ دا ښوونځی د ماشومانو د تعليم لپاره جوړ کړ. دلته د کتابونو د تدريس ترڅنګ موږ ماشومانو ته د سولې په اړه هم وايو. غواړو د دوی په ذهنونو کې سوله کښيني.))

څو ورځې مخکې په ويسا اکيډمي کې سوله نېکمرغي ده تر نامه لاندې د تقريرونو يوه سيالي وشوه. ښاغلی فروتن وايي چې د دي سيالۍ هدف په ماشومانو کې د برداشت يا زغم زياتولو حس قوي کول او د سولې پر لور د زده کوونکو پام ورزياتول وو. په دي سيالۍ کې د دي ښوونځي يو ماشوم محمد جانان په خپلو خبرو کې وويل:

ويسا اکيډمۍ کې د سولې په اړه د تقريرونو سيالي

ويسا اکيډمۍ کې د سولې په اړه د تقريرونو سيالي

((زموږ خلک له کلونو کلونو راهيسې د سولې او امن په هيله شپې سبا کوي خو لا هم د سولې څرک نه لګيږي. که څه هم زموږ هيواد کې د جګړو اور زموږ دښمنانو راوړی دی خو دا زموږ مسوليت دی چې دسولې لپاره هڅې وکړو. خپل ورونه او نور ځوانان چې جګړې کول غواړي له جګړو راوګرځوو.))

د زده کړو په اهميت له دې وجې هم ډېر ټينګار کيږي چې تعليم يافته ځوانان په اسانۍ د سخت دريځۍ نه ښکار کيږي او د وسله والو ډلو سره د يو ځای کېدو پر ځای په رغيزو چارو پسې ګرځي.

ډاکټر روبي شهريار چې د وزيرستان تشدد ځپلو ماشومانو سره يې کار کړی، وايي چې تعليم د جګړه ځپلو ماشومانو لپاره د خوندي پاتې کېدو يوازينۍ لار ده. هغه وايي: ((کورنۍ دي پر ځان سخته تېره کړي خو لوڼې او زامن دي له ښوونځيوو نه راګرځوي. ستونزه دا ده چې زموږ د اکثره خلکو زوی يا لور چې لږ غټ شي نو واده يې وکړي.))

په سويټزرلينډ کې د عدم تشدد پروژې په نامه يوه ادارې د زده کړو اهميت دومره ډېر محسوس کړی چې په ميلينونو ماشومانو سره دي لړ کې کار کوي. د دې ادارې مشر، يان هيلمن د مشال ريډيو د سولې پر لور خپرونې ته وويل چې له درويشت کلونو راهيسې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې په ماشومانو کې د تشدد د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.

((موږ فکر کوو چې علم د تشدد خلاف تر ټولو ښه وسله ده. موږ باور لرو چې تعليم د ماشومانو لپاره ډېر زيات اهميت لري. موږ تر ډېره د ټولنيز تشدد او د کوڅو تشدد د مخنيوي او له دي د اغېزمنو شوو خلکو لپاره کار کوو. ماشومان مو هدف دی خو موږ د استادانو سره کار کوو چې هغوی کوچنيانو ته درس ورکړي. پخوا موږ خپله د ماشومانو لپاره زده کړې برابرولې خو پر دغه کار ډېر وخت لګېده نو ښه لاره يې دا ده چې استادان د عدم تشدد په اړه شاګردان پوهه کړي. موږ پنځه ويشت زرو استادانو له لارې يو ميلين ماشومانو ته رسيدلي يو.))

د عدم تشدد پروژې مشهوره د سولې سمبول يا نښه

د عدم تشدد پروژې مشهوره د سولې سمبول يا نښه

د يان هيلمن اداره د کاږه ټوپک په نامه د هغه هنري تمانچې مالکه ده چې يو هنرمند د عدم تشدد د مبارزې په لړ کې جوړه کړې وه. نوموړي زیاتوي هغه ماشومان چې ډېرې ټوپکې تمانچې، وسلې، بمونه، ټينکونه او الوتکې ويني هغوی له تشدد ډېر اغېز من کيږي. د نوموړي په وينا ماشومانو ته بايد د زده کړو تر څنګ د ساعت تېرۍ موقعې او سهولتونه برابر شي.

((تشدد مختلف قسمونه لري. د جګړې او ترهګرۍ تشدد که څه هم مختلفه دی خو پر ماشومانو يې اغېز يو شان دی. اغېز يې همغسي وي لکه څرنګه چې په کور کې دننه تشدد وي. بله خبره دا ده چې که افغانستان او يا پاکستان کې د يو ماشوم پلار عسکر وي يا وسله والې ډلې سره ملګری وي نو تشدد سره د دغه ماشوم عادت کېدل او د تشدد د خپلولو خطر يې ډېر وي.))

هيلمن وايي چې کوم ماشومان چې د جنګونو په چاپيريال کې رالوی شوي وي، هغوی پر ځان باور نه لری. د نوموړي په خبره دوی سره بايد په دي لړ کې کار وشي.

((زه به دا ووايم چې يو ډير مهم شی پر ځان باور درلودل دي. موږ ماشومانو ته پر ځان باور لرل ښايو. دا ورزده کوو چې څنګه له تشدده ډک غبرګون ښودلو پر ځای د خبرو او نورو سوله ييزو لارو مسله حل کړي. همداراز ماشومانو ته دا هم ورزده کوو چې په کورنۍ کې تشدد څنګه وي او دوی په کومو نورو ځايونو کې د تشدد سره مخ کيدلی شي؟ د دي ترڅنګ د ډلو له تشدده د ځان ساتلو په اړه هم ماشومان پوهوو. نن سبا يوه ډله نه يوازې په بازار کې پر خلکو يا يو کس حمله کولی شي بلکې پر انټرنيټ هم دوی خپل هدف په اسانۍ په نښه کوي.))

دا خپرونه دلته اوريدلی شئ.

XS
SM
MD
LG