د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې د بې کوره کړل شوو کډوالو د ستنېدو لړۍ پېل شوي


په قبایلي سیمو کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره FDMAوايي، نن (سېشنبه) به د باړې د قمبر خېلو او بر قمبر خېلو بې کوره کرل شوو کډوال بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي.

د FDMA د عملیاتو د څانګې مشر عادل ظهور د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې له ستنېدونکیو کډوالو سره به لازمې مرستې هم کېږي.

د باړې کډوالو د ستنېدو لړۍ سږکال د مارچ په میاشت کې پیل شوې او تر اوسه د اکاخېلو او شلوبر قبیلو کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG