د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله نن غرمه مشال راډيو ته وويل چې له کابله يو افغان پلاوی اسلام آباد ته را رسېدلی چې په اړه به يې نور جزيات وروسته شريک شي.
خو يو افغان چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزی او د طالبانو په استازيتوب ملا جليل اخند په اسلام آباد کې موجود دي تر څو د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.