وزيراعظم میا نواز شريف وايي، پاکستان او هند باید خپلې مسلې حل کړي چې دا راز سیمه پرمختګ وکړي.
نوموړي دا خبره په ناروې کې د روسیې له يوه خبري اژانس سره د مرکې پرمهال کړې.
وزيراعظم وویل،پاکستان له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په پاليسۍ عمل کوي او د شنګایي همکاریو سازمان کې له غړيتوب سره به په خاصه توګه د پاکستان او هند تعلقات وده وکړي.
شریف وویل، له روسیې سره یې ښه تعلقات دي او دا چې روسیه د ده هېواد سره د توانایۍ په څانګه کې مرستې کوي.
وزيراعظم نواز شريف د تعلیم په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره د دوشنبې پر ورځ په درې ورځنې سفر ناروې ته تللی.
نوموړي په ناروې کې د برتانیا له پخواني وزيراعظم ګورډن براون سره لیده کاته وکړل او ورسره هم یې د تعليم په ګډون په مختلفو چارو خبرې وکړې.