د لاسرسي ځای

صوبايي حکومت به د مرکزي حکومت په مرسته یو جامع او اوږد مهاله منصوبه جوړوي چې په نتیجه کې یې تل پاتې او حقیقي امن قایمیدلی شي

په دې ورستیو کې په بلوچستان کې یو وار بیا د تشدد پېښې سېوا شوي دي چې پکې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. څیړونکي وايي چې د تشدد دا لړۍ په دې صوبه کې د واکمنو ملتپالو ګوندونو کارکردګي تر پوښتنې لاندې راولي او هغه ادعاوې یې ردوي چې ګواکې د صوبې امنیت یې ټینګ کړی دی.

په کوټه کې د ګل ورځ هم په یوه هدفي برید کې دوه شییعه هزاره ګان ووژل شول، د هغوی د دې وژنو پر ضد راغونډ شویو احتجاجیانو کې یوه یې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ټول ښار له امنیتي ځواکونو ډک دی، دوی یو څلور تنه ترهګر نشي کنټرولی. د کوټې په هره څلور لاره باندې ملېشه ځواکونه، پولیس او نور امنیتي کسان ولاړ وي، خو بیا هم د ګوتو په شمېر ترهګر برید وکړي او په تېښته بریالي شي. ولې؟؟؟]

په کوټه کې خبریال او شنونکي سید علي شاه په دې هکله مشال راډیو ته وویل:

[په دې صوبه کې هم د واک او هم د استعداد مسله ده، په معذرت سره به ووایم چې دوی لارې، کوڅې او نالۍ پخولی شي او خلک په نوکرۍ لګولی او یا بل ځای ته یې بدولی شي خو نور واک نلري. دلته زیاتره فېصلې له اسلام آباده کیږي.

بیا له دوی سره پوهان خلک یا یو څه نظام هم نشته چې د تشدد د پېښو، د هدفي وژنو او د خلکو تښتونو مخنیوی وکړي]

نوموړې زیاتوي که څه هم صوبايي حکومت په سر کې ویلي وو چې ټول کارونه به د دوی په مرضۍ کېږي خو په موجوده وخت کې زمکني حالات بدل ښکاري.

بلخوا د بلوچستان د اطلاعاتو صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال وايي حکومت یې واک او استعداد لري او د بدامنۍ د مخنیوي لپاره له امنیتي ادارو سره په ګډه اقدامات کوي چې په نتیجه کې یې د پخواني حکومت په نسبت امنیت ډېر ښه شوی دی.

[ صوبايي حکومت د بدامنۍ د مخنیوي لپاره پالیسي جوړوي او امنیتي ادارو ته احکامات ورکوي چې بیا یې هغوی عملي کوي د دې معنا دا ده چې له صوبايي حکومت سره واک شته بله دا چې که څه هم په دې صوبه کې په مکمله توګه امن نه دی راغلی خو د تېر حکومت پرمهال پر لومړي ماښام بازارونه بند شول اولارې کوڅې به خالي شوې اوس خلک په ښه امنیت کې له ماښامه تر سهاره په بازرارونو او لارو کوڅو کې ګرځي. نو د تېر حکومت سره د موجوده حکومت موازنه بې ځایه خبره ده.]

هلته څېړونکې او خبریال شهزاده ذولفقار وايي صوبايي حکومت د امنیت ټینګولو په لړ کې لنډ مهاله ګامونه پورته کوي خو د دې مسلې د مکملې خاتمې لپاره پلان نه لري.

[په دې صوبه د امنیت ټینګولو لپاره پوځ او اېف سي هم د پولیس مرسته کوي خو بیا هم ناکامه دي. دا یوه لویه مسله ده او د صوبايي حکومت ترڅنګه امنیتي ادارو لپاره هم یو چیلینج دی. په دې لړ کې به صوبايي حکومت د مرکزي حکومت به مرسته یو جامع او اوږد مهاله منصوبه جوړوي چې په نتیجه کې یې تل پاتې او حقیقي امن قایمیدلی شي]

خو څیړونکي وايي چې د پخواني صوبايي حکومتونو په نسبت د ملت پالو ګوندونو د اتحادي حکومت نه د خلکو توقعات هم زیات دي، پکار ده چې د امنیت لپاره چټک او عملي ګامونه پورته کړي او خلک یې نتیجې وویني.

XS
SM
MD
LG