د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې په هدفي برید کې درې تنه ووژل شول


په کوټه کې په هدفي برید کې درې تنه ووژل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00

نن دوشنبه د کوټې پر جواینټ سړک د پاسپورټ دفتر مخې ته وسله والو په ډزو درې تنه وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي. په وژلو شویو کې دوه شیعه توکمه هزارګان او یو د پولیسو سرتیری دی. د پولیس مشر عبدالرزاق چیما په وینا وسله والو په هزارګانو برید کړی او د تېښتې پرمهال پرې پولیسو ډزې کړي او په ځوابي ډزو کې پولیس هم وژل شوی دی. د پېښې پړه چا قبوله کړې نه ده. پرون هم په بلوچستان صوبه کې په بېلابېلو پېښو کې اتلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په باچاخان څلور لاره کې په ترسره شوې بمي چاودنه کې یو کس وژل شوی او څوارلس ژوبل شوي ول او په پسني کې بیا درې مزدوران په ډزو وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG