د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضايي بېړۍ اخر منزل ته ورسېده


د کس پرته دغه بېړۍ ۲۳ سوه کلوګرامه اکسيجن، خواړه، ساينسي الات او خشاک بار ول.

تر يو شمېر ناکامه هڅو پس يوروسۍ مال وړونکې فضايي بېړۍ نړۍوال په کامیابۍ سره فضايي تمځي ته ورسېده.

د روس فېدرالي فضايي ادارې په يو بیان کې ويلي دي چې پراګرېس اېم ۲۸ اېم مال وړونکې بېړۍ بېګا شپه د پېښور پر وخت يو لس منټه بالا دولس بجې نړۍوال فضايي تمځي ته ورسېده.

د کس پرته دغه بېړۍ ۲۳ سوه کلوګرامه اکسيجن، خواړه، ساينسي الات او خشاک بار ول.

تېره اوونۍ د امریکا له فلوريډا ریاسته فالکن فضايي بېړۍ نړۍوال فضايي تمځي ته تر الوت څو منټه پس په اکسیجن ټېنک کې له چاودنې وروسته په فضا کې ټکړې ټکړې شوه.

د تېر اپريل په مياشت کې هم دا ډول يوه بله هڅه له ناکامۍ سره مخامخ شوه چې کله له قزاقستانه الوتې د يوې فضايي بېړۍ اړیکه د روس هوابازۍ کنټرول سره وشلېدله او بېړۍ په خلا کې وسوځېدله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG