د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په چاودنه او ډزو کې څلور کسان وژل شوي


کوټه ښار بیا بیا د ترهګرۍ پېښو ښکار کېږي
کوټه ښار بیا بیا د ترهګرۍ پېښو ښکار کېږي

په بلوچستان کې د تاوتريخوالي په بېلا بېلو پېښو کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا څوارلس نور ژوبل شوي دي.

د کوټې پر باچاخان څلورلاره د اتوار په ماځيګر په يوه چاودنه کې يو تن ولسي وګړی وژل شوی او د څوارلسو په شاوخوا کې نور ژوبل شوي دي. د دغه ښار د پولیسو مشر عبدالرزاق چيمه د پېښې په ځای کې رسنيو ته وویل، چاودنه په يادې څلورلارې له بلديه پلازه سره څېرمه د ګڼې ګوڼې په ځای کې شوی، چې د ده په خبره د لومړنيو پلټنو له مخې باروت په يوه کڅوړه کې ځای پر ځای شوي وو.

؛ تراوسه پورې يواځې دا څرګندېږي، چې دا چاودنه په کوم موټر، موټرساييکل يا په بايسيکل کې له اېښودل شوو باروتو نه ده شوې، بلکې داسې ښکاري، چې باروت په يوه کڅوړه يا ډولي کې توکي ايښودل شوي وي. ځکه چې که په بايسيکل يا بل شي کې وی، نو خامخا به يې پرزې دلته پرتې وای؛.

هلته د کوټې د سنډيمن روغتون ډاکټران بیا وايي، تردې چاودنې وروسته ياد روغتون ته د يوه تن مړی او د څوارلسو په شاوخوا کې ټپيان راوړل شوي، چې ددوي په خبره په کښې د څلورو تنو حالت د اندېښنې وړ دی. د اتوار د ورځې د باچاخان څلورلارې ددغې چاودنې مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. بلي خواته د کوټې تجاران او دوکانداران بیا وايي، د اختر په شپو ورځو کې له ورته چاودنو څخه ددوي دوکاندارۍ سختې اغیزمنې کېږي.

؛ په کوټه کې اول هم دوکانداري بېخي کمزورې وې، خو چې کله داسې چاودنه يا د ترهګرۍ کومه بله پېښه کېږي، نو دوکاندارۍ بېخي زیاتې متاثره کېږي او وګړي بېخي ښار ته راځي نه؛.

له دې سره د اتوار په ورځ بیاهم د بلوڅ مېشتې ګوادر په پسنۍ سیمه کې نامالومه وسله والو د بجلۍ د ټرانسميشن لاين د يوې پروژې پر کارکوونکو مزدورانو ډزي کړې، چې پکې درې مزدوران وژل شوي دي.

د پسنۍ سیمې د پولیسو په خبره د وژل شوو مزدورانو تعلق د پنجاب صوبې له خانيوال سیمې سره دی. پر مزدورانو د دغه برید مسوولیت رسنيو ته بلوچ ريپبليکن ارمي نومې وسله والې ډلې قبول کړی، چې تردې وړاندې یې هم په وار وار له پنجاب صوبې سره تعلق لرونکي وګړي په نخښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG