د لاسرسي ځای

په یونان کې نظر پوښتنه روانه ده


د یونان خلک په ریفرنډم کې برخه اخلي

د یونان خلک په ریفرنډم کې برخه اخلي

په یونان کې نن خلک د یو ریفرنډم « نظر پوښتنې » د لارې دا پریکړه کوي چې د اروپايي ټولنې د مشرانو لخوا وړاندیز شوي اقتصادي اصلاحات دې ومني او که دا پلان رد کړي. د رد کولو په صورت کې به ښايي یونان د اقتصادي بحران سره مخ شي او له « یورو زون » څخه ووځي.

راپورونه وايي لس میلیونه خلک خپلې رایې استعمالوي. د ریفرنډم غوښتنه کیڼ اړخي وزیراعظم الیکس سپارس کړې وه. نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې د اروپايي مشرانو د وړاندیز په وړاندې د « نه » رایې په ورکولو سره دې دده په وینا د « ویرې » او « ترهګرۍ » پرضد خپله رایه استعمال کړي.

راپورونه وايي د یونان اولس د ریفرنډم پرمهال ویشل شوی معلومیږي، یوشمير خلک د وزیراعظم د غوښتنې سره سم د اروپايي ټولنې لخوا د اقتصادي اصلاحاتو پرضد خپله رایه استعمال کړي، خو ځینې نور بیا له دې ویرې چې یونان به په داسې کولو سره له یوروزونه د باندې پاتې شي، ښايي د اقتصادي اصلاحاتو په حق کې رایې استعمال کړي.

وروسته له هغې چې وزیراعظم الیکس سپارس د اروپايي مشرانو سره خپلې خبرې ودرولې، په یونان کې خلک له بانکونو او د پیسو له ماشینونو څخه د خپلو پانګو په ویستلو کې د ستونزو سره مخ دي. دوی په ویره ، غصه او ستړي حالت کې دي.

په سرښار ایتنز کې د « سرافیانوس ګیورګوس » په نوم یو تن چې شپیته کلن دی د خپلې رایې د استعمالولو پرمهال وویل :

« د ویرې یوه فضا جوړه ده. دا محسوسیدای شي. نو ځکه زه د اقتصادي اصلاحاتو په حق کې خپله رایه استعمالوم . »

نوموړی وايي د هیواد وزیراعظم د ملک د تقدیر سره قمار وهي، که خلکو د هغه خبره ومنله او د ریفرنډم د لارې یې د اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه رد کړه ، نو دا به وزیراعظم الیکس نور هم مضبوط کړي.

خو بل پلو ښاغلي سپارس ژمنه کړېده چې که د ریفرنډم د لارې خلکو د اقتصادي اصلاحاتو په حق کې رایه ورکړه نو له واکه به لرې شي او دا به په نوي حکومت پریږدي چې د اروپايي ټولنې لخوا وړاندې شويو اقتصادي اصلاحاتو ته غاړه کیږدي.

XS
SM
MD
LG