د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریچرډ اولسن: پاکستان او افغانستان سره اقتصادي مرستو ته ډیره پاملرنه کوو


په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچرډ اولسن ویلي چې امریکه به په راتلونکې کې له پاکستان او افغانستان سره د پوځي مرستو پر ځاي اقتصادي مرستو ته ډیره پاملرنه کوي.

د شنبې په ورځ په پیښور کی له خبریالانو سره د خبرو پر وخت ریچرډ اولسن زیاته کړه ، په افغانستان کې د سووویت یونین د جنګ پايي ته د رسیدو سره امریکه له سیمې اووتله ــ ـــ یاني د افغانستان په سیاسي جوړ جاړي کې يي څه کردار ونه لوبولو ـــ او د پاکستان او افغانستان دواړو نه ووتله ــ زه فکر کوم چې اوس په امریکه کې ډیر خلک په دې متفق دي چې دا یوه غلطي وه.

رچرډ اولسن اوویل چې امریکا د پاکستان چین ترمینځ د اقتصادی راهدارۍ منصوبی ته په ښه نظر ګوري او دا تاثر غلط دی چی ګنی د چین او امریکی ترمینځ یو ډول مقابله روانه ده

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG